د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د چین د رول په اړه د پنتاګون د نوي رپوټ موندنې


د پنتاګون ودانۍ
د پنتاګون ودانۍ

د امریکا د دفاع وزارت په خپل کلني رپوټ کې چې کانګرس ته یې د چین په اړوند د پوځي او امنیتي بدلونونو په اړه وړاندې کړی، په منځني ختیځ کې د بیجینګ د پوځي او امنیتي حضور د تدریجي پراخېدو او په ایران کې د هغه هیواد له رژیم سره د چین د محدودو خو هدفمندو دفاعي همکاریو د ژورتیا خبر ورکړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په منځني ختیځ کې د چین تګلاره د (انرژۍ امنیت) پر محور ولاړه ده او دغه هېواد هڅه کوي چې د تنوع په تړاو د سیمې د ځینو هېوادونو هغه شکونه چې امریکا ورسره ژمنې کړې دي، په ناسمه توګه وکاروي.

د دې رپوټ له مخې، د چین پوځ په ۲۰۲۴ کال کې له مصر او متحده عربي اماراتو سره جلا جلا پوځي تمرینونه، او له ایران او روسیې سره یو درې‌اړخیز سمندري تمرین ترسره کړی دی؛ داسې تمرینونه چې د امریکا د جنګ د وزارت یا پنتاګون په وینا دا څرګندوي چې بیجینګ دغو سیمه‌ییزو متحدینو ته لومړیتوب ورکوي.

د چین سمندري ځواک هم د عدن خلیج ته د ساتندویو ګن شمیر بېړیو د پرله‌پسې لېږلو او د فارس خلیج د عربي هېوادونو بندرونو ته د حسن نیت په نوم د سفرونو په ترسره کولو هڅه کړې چې ځان د «سیمه‌ییز امنیت» د مرسته کوونکي لوبغاړي په توګه معرفي کړي.

رپوټ زیاتوي چې چین په سیاسي ډګر کې هم هڅه کړې د فلسطین د داعیې سره ښکاره ملاتړ او له اسرائیلو سره د امریکا د ملاتړ څخه د خپل واټن په څرګندولو، او د دې شخړې په مستقیم منځګړیتوب کې له ښکېلتیا څخه په ډډه کولو، د غزې د بحران په اړه د خپل رول یو بل انځور وړاندې کړي.

د پنتاګون په وینا، بیجینګ په سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونه د غزې د جګړې یو لامل او ددې جګړې غځیدل بللي او په ورته وخت کې یې د دغې ډلې پر ضد د امریکا پوځي عملیات بې اغېزې او سیمه‌ییز امنیت ته ګواښ او ګډوډونکي بللي دي.

د امریکا د دفاع وزارت رپوټ د ایران په اړه په اړونده برخه کې وایي چې د چین او ایران دفاعي اړیکې تر ډېره د روسیې سره د کلني درې‌اړخیز سمندري ازموینو، د محدودو دوه‌اړخیزو پوځي روزنیزو پروګرامونو، او د چین مېشتو شرکتونو له خوا د ایران د بالستیکو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د پروګرامونو لپاره د دوه ګونې کارونې د پرزو پر پلور ولاړې دي.

رپوټ یادونه کوي چې له دې همکاریو سره سره، بیجینګ- ښایي- د ډیپلوماتیک غبرګون او بندیزونو د اندېښنو له امله، په ایران کې د واکمن رژیم سره د پوځي اړیکو له څرګند ژورتیا څخه ډډه کوي او د دغو همکاریو کچه یې تر ډېره په سمبولیک او تخنیکي حد کې ساتلې ده.

د پنتاګون د رپوټ له مخې، د چین او ایران د دفاع وزیران نږدې هر دوه کاله یو ځل متقابلې لیدنې کوي، او د تیر کال د اسد میاشتې پورې، په چین کې مېشت د سوداګریزو سپوږمکیو ځینې شرکتونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د پوځ سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ښکېل وو.

رپوټ زیاتوي چې چین له ایران سره تړلو نیابتي ډلو، لکه د لبنان حزب‌الله، د یمن حوثیان، او په عراق کې د ایران د واکمن رژیم له ملاتړ برخمنو ډلو سره پراخې اړیکې نه لري. خو د حوثیانو د بریدونو له پیل راهیسې، په غیرعلني کچه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د چینایي سوداګریزو بېړیو د امنیت د تأمین لپاره له دې ډلې سره په تماس کې دی.

د دغه سند له مخې، د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې په چین کې مېشتو شرکتونو د«دوګونې کارونې» هغه پرزې پلورلې چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو په بریدونو کې کارول شوې دي دا په داسې حال کې ده چې چینایي رسمي چارواکي پدې کې هر ډول مستقیم مسوولیت ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG