د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې موخې ملاتړ څرګند کړی چې غواړي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د چین او روسیې له مشرانو سره له یوې بېسارې درېاړخیزې سرمشریزې څخه په ګټې اخیستنې د نړۍ د دغو درېیو سترو قدرتونو ترمنځ د اټومي وسلو د بېوسلې کولو بهیر پرمختګ ته وهڅوي.
ګوتریش د دوشنبې په ورځ په مانیلا کې په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا غږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې هغې سرمشریزې ته اشاره وکړه چې ټاکل شوې د چین په شېنژېن ښار کې د درېیو مشرانو، یعنې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ ترسره شي.
ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل: «که دوی په رښتینې توګه د اټومي وسلو د بېوسلې کولو لپاره یوې مانا لرونکې ژمنې ته غاړه کښیږدي، دا به د نړۍ لپاره یوه ستره لاستهراوړنه وي.»
ګوتریش خبریالانو ته له هغې وروسته څرګندونې وکړې چې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسیان) له مشرانو سره یې د دې ټولنې په کلنۍ سرمشریزه کې وکتل. د روان کال سرمشریزه د فیلیپین په کوربهتوب ترسره کېږي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي مرستیالې اولیویا وېلز د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، ټرمپ به د سېشنبې او چهارشنبې په ورځو په مانیلا کې د آسیان له مشرانو سره تر لیدنې وروسته د چین شېنژېن ښار ته ولاړ شي، څو په یو لړ غونډو کې ګډون وکړي چې پایله به یې د پنجشنبې په ورځ د امریکا، چین او روسیې درېاړخیزه سرمشریزه وي.
وېلز د درېاړخیزې غونډې د اجنډا په اړه وویل، ټرمپ څرګنده کړې چې «د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په نړۍ کې د اټومي وسلو پر کمولو خبرې وکړي، ځکه د نوموړي په باور د دغو وسلو خپرېدل ډېر خطرناک دي.»
د امریکا او روسیې ترمنځ وروستی تړون، چې د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو پر زېرمو یې محدودیتونه لګولي وو، د فبرورۍ په میاشت کې پای ته ورسېد.
دغه تړون د "نوي پیل یا نویو ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون" په نوم پېژندل کېده. دواړو هېوادونو دا تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک کړ او په ۲۰۱۱ کال کې نافذ شو. د تړون له مخې، د دواړو هېوادونو ځای پر ځای شویو ستراتیژیکو اټومي سرګلولو او د هغو د لېږد پر وسایلو محدودیتونه ولګېدل او دواړو لورو ته یې د اټومي تاسیساتو د حضوري پلټنو اجازه ورکړه.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۲۱ کال کې د نوي پیل په نوم تړون د اعظمي پنځو کلونو لپاره وغځاوه، خو دواړو لورو پرېښودل چې دغه تړون د روان کال په فبرورۍ کې پای ته ورسېږي.
مسکو په ۲۰۲۳ کال کې د نوي تړون په چوکاټ کې خپل ګډون وځنډاوه او د تفتیشونو بهیر یې هم پای ته ورساوه. روسیې دا پرېکړه د اوکراین پر وړاندې د خپل یرغل په وړاندې د اوکراین د دفاع لپاره د امریکا د ملاتړ په اعتراض کې کړې وه.
ټرمپ تېره میاشت خبریالانو ته وویل چې غواړي روسیه او چین دواړه له متحده ایالتونو سره په خبرو اترو کې ګډون وکړي، څو د خپلو اټومي وسلو پر زېرمو نوي محدودیتونه وټاکي.
نوموړي یادونه وکړه چې روسیه د اټومي وسلو له پلوه د نړۍ دویمه ستره زېرمه لري، چې له متحده ایالتونو وروسته دوهم ځای او چین دریم ځای لري، خو د ټرمپ په وینا، چین په دې برخه کې د نورو هېوادونو له کچې سره د برابرېدو په حال کې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د فبرورۍ په میاشت کې وویل، د نوي تړون د پای ته رسېدو د ستونزې د حل لپاره له روسیې سره د خبرو اترو مسوولیت پر متحده ایالاتو دی.
نوموړي زیاته کړه چې بیجینګ به «اوسمهال» د اټومي وسلو د بېوسلې کولو په خبرو اترو کې ګډون ونه کړي، ځکه د چین اټومي زېرمه «په هېڅ ډول د امریکا او روسیې له زېرمو سره برابره نه ده.»
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف تېره میاشت وویل چې مسکو د چین دریځ ته درناوی لري. هغه زیاته کړه چې دا لرې ښکاري چې د اټومي وسلو د بېوسلې کولو موضوع دې په درېاړخیزه بڼه کې تر بحث لاندې ونیول شي.
ګوتریش په مانیلا کې د یوه بل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، که د امریکا، چین او روسیې له سرمشریزې څخه د اټومي وسلو د بېوسلې کولو کوم پروګرام رامنځته شي، ملګري ملتونه چمتو دي چې «په بشپړ ډول پکې ونډه واخلي او د هغه د بریالیتوب لپاره خپله مرسته وکړي.»
خو نوموړي په عین حال کې زیاته کړه: «تر اوسه دا ډاډ نشته چې موږ به دې موخې ته ورسېږو.»