د امریکا کانګرس یو لوړپوړي هیات د اسرائیل د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره لیدنه وکړه

د اسرائیل د باندنیو چارو وزیر ګیدین سعار د امریکا د استازو مجلس رئیس مایک جانسن په مشرۍ د امریکا د کانګرس د غړو د یوه هیات سره د لیدنې کتنې انځورونه خپاره کړي دي.

د اسرائیل د باندنیو چارو وزیر په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې د امریکايي هیات سره په دارالسلام ښار کې لیدنه کړې او د کانګرس غړو سره یې د یهودانو پر ضد د کرکې پر زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړې. همدارنګه د ایرلنډ په شان د ځینو هېوادونو د دریځ په تړاو چې د اسرائیل د مشروعیت د سلبولو هڅې کوي، اندېښنې څرګندې کړي.

ددغو لیدوکاتو پرمهال ګیدین سعار د سوریې په دروزيانو باندې وحشیانه بریدونه چې د حماس له لوري ترسره کیږي تشریح کړل. هغه وویل، "موږ د امریکا د ولسمشر، دونالد ټرمپ او په ګانګرس کې (د استازو د مجلس رئیس) مایک جانسن او د هیات نورو غړو څخه د اسرائیل لپاره د دوی د قاطع او اخلاقي ملاتړ له امله منندوی یو."

له دې مخکې، د یکشنبې په ورځ، د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کتز د امریکا د استازو د مجلس د لوړپوړي هیات سره د لیدنې خبر ورکړ چې د هغه هیات مشري هم ښاغلي مایک جانسن کوله.

په دې هیات کې د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو چارو کمیټې غړی مایک مککال او د کانګرس نور غړي لکه نتینل مورین، کلادیا تنی او مایکل کلود شامل دي.

د اسراییل د دفاع وزیر یسرائیل کتز په خپل ایکس حساب کې د امریکا د "نیمې شپې څټک" نظامي عملیاتو او د اسرائيل د «طلوع شیران» عملیاتو په اړه لیکلي، چې د ایران پر ضد ترسره شول.

هغه ویلي چې ، "دا عملیات د اسرائیل او امریکا ترمنځ ژور اتحاد او ګډ ارزښتونه لکه ازادۍ، عدالت او د بشر د امنیت او کرامت لپاره بې قید او شرطه دریدل او دفاع څرګندونه کوي."

کتز زیاته کړه، " په دې لیدنه کې، ما د کانګرس غړو او د مجلس د رئیس څخه د اسرائیل په ملاتړ د هغوی د بې دریغه او روښانه ملاتړ له امله مننه وکړه او همدارنګه د دوی د مهم رول لپاره چې د ټولو یرغمل کسانو د خلاصون او د حماس ترهګریز سازمان د ماتولو لپاره یې ترسره کړی دی."