تر ټولو ډېر امریکایان په کرونا اخته شوي؛ چین د مرستې وړاندیز کړی

کرونا تر دې دمه په امریکا کې څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه کړي

امریکايي چارواکي وايي‌ چې په دغه هېواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې دمه(مارچ۲۷) ۸۶۰۱۲ ته رسېدلی دی.

د امریکايی چارواکو په خبره تر دې دمه په ټولې امریکا کې د کرونا له کبله څه باندې ۱۲۰۰ تنه مړه شوي دي.

امریکا په دغو شمېرو سره د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې خلک په کې په کرونا اخته شوي‌ دي.

په همدې حال کې د چین ولسمشر شي جیننګ له ولسمشر ټرمپ سره په تیلیفون کې خبرې کړې او د کروناویروس په مخنیوي کې یې امریکا ته د مرستې وړاندیز کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (مارچ۲۷) په خپل ټویټر کې ولیکل چې د چین له ولسمشر سره یې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې.

دا دواړه مشران داسې مهال په تیلیفون کې غږېدلي‌چې امریکایي چارواکي چین تورنوي چې د کروناویروس په اړه پوره او دقیق معلومات له نړۍ سره نه شریکوي، خو چین دا تورونه نه مني.

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر کرونا ته د (چینايي ویروس) اصطلاح وکاروله او په دې سره د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ټرمپ ژبه د چین حیثیت زیانمنوي. خو ښاغلي ټرمپ وویل چې دا اصطلاح یې د تعصب په اساس نه ده کارولې.

په نړۍ کې تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۲۴۹۰۰ کسان مړه شوي دي او نژدې ۵۵۰زره نور پرې اخته دي. دا چین په لومړي ځل د چین د ووهان په ښار کې خپور شو چې بیا نورې نړۍ ته یې هم لاره وکړه.