متحده ایالتونه “د لوېدیځې نیمې کرې هغه سیالان چې پدې نیمه کره کې نه دي شامل” د مهارولو څخه نیولې د هند ارام سمندر په “اقتصادي او جیوپولیټیک ډګر” کې سیالۍ پورې، په پراخه کچه د چین د پراخېدونکي نفوذ مخه نیسي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو راهیسې د امریکا او چین اړیکې د “ستر قدرت سیالۍ” په چوکاټ کې په ښکاره ډول نه تعریفوي. سره له دې د هغه ادارې د چین د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي، ټکنالوژۍ د ډګر او جیوپولیټیک نفوذ د محدودولو هڅو ته دوام ورکړی او په ځینو برخو کې یې د ا هڅې لا زیاتې کړې دي. په ځانګړي ډول په لاتینې امریکا، د هند ارام سمندر سیمه او د افریقا په ځینو برخو کې ددې هڅو پایلې څرګندې دي.
دا تګلاره په روښانه ډول د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې بیان شوې چې په دسمبر کې خپره شوه. دغه سند ټینګار کوي چې “هغه هیوادونه چې د لوېدیځې نیمې کرې په سیالانو کې ندي شامل” باید له لوېدیځې نیمه کرې واېستل شي او په عین وخت کې باید د هند د ارام سمندر په سیمه کې فعاله سیالي وشي.
د هغو سیالانو مخنیوی چې په لوېدیځې نیمې کرې کې ندي شامل
د ملي امنیت ستراتیژي نوې د مونرو اصول بیا تاییدوي او پدې سره لوېدیځه نیمه کره د امریکا تر ټولو لوړ جغرافیایي لومړیتوب ګرځوي. دا په ښکاره ډول وايي چې واشنګټن به په سیمه کې د امریکايي برلاسۍ د ساتلو لپاره له ټولو شته وسیلو کار واخلي. په دغو اقداماتو کې د کډوالۍ د کنټرول سختول، د مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزه او دا شامل دي چې “غیر نیمهکرې سیالانو ته اجازه ور نه کړل شي چې په لوېدیځه نیمه کره کې ځواکونه یا نور ګواښوونکي ظرفیتونه ځای پر ځای کړي، یا ستراتیژیک حیاتي شتمنۍ ولري او یا یې کنټرول کړي.”
په ستراتیژۍ کې یادې شوې “مهمې ستراتیژیکې شتمنۍ” په څرګنده توګه په لاتینې امریکا او کارابین کې د چین ملکیت یا د چین له لوري پرمخ وړونکې بنسټیزې پروژې رانغاړي، لکه د انرژۍ تاسیسات، بندرونه، د ترانسپورت شبکې، د مخابراتو زیربناوې، او د کانونو پراختیایي پروژې. د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز (CSIS) د جون د راپور له مخې، چین دا مهال په لاتینې امریکا او کارابین کې ۳۷ بندرونه جوړ کړي یا چلوي، چې د سیمې د ژورو اوبو شاوخوا درېیمه برخه بندرونه تشکیلوي.
واک ته له رسېدو راهیسې، د ټرمپ ادارې یو لړ اقدامات کړي چې موخه یې په پرلهپسې ډول په سیمه کې د چین د نفوذ کمزوري کول دي.
له چین څخه د جلا کیدو په موخه پر پاناما او مکسیکو فشار
د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر شپږمې پورې، د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر مارکو روبیو پاناما، ال سلواډور، کوسټاریکا، ګواتیمالا او ډومینیکن جمهوریت ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ناقانونه کډوالۍ او نړیوال جرم تر څنګ، د دې سفر له اصلي موخو څخه یوه د “چیني نفوذ مهارول” وو.
پاناما ته د خپل سفر پر مهال، روبیو په ښکاره ډول د پاناما له حکومت څخه وغوښتل چې د پاناما کانال په اړه د چین د “نفوذ او کنټرول” ارزونه “سمدستي بدله” کړي. د هغه له سفر لږ وروسته، پاناما اعلان وکړ چې د چین د “یو کمربند، یو سړک” نوښت لاندې تړون به نوی نه کړي او د وخت تر مخه له هغه تړون څخه د وتلو امکان به هم وڅېړي.
د مارچ په میاشت کې، د امریکا د شتمنیو د مدیریت ستر شرکت (بلکراک) په مشرۍ یو کنسورشیم اعلان شو چې غواړي د ۲۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د هانګ کانګ مېشتي کمپنۍ Hutchison Holdings څخه د ۴۳ بندري شرکتونو اکثریت ونډه په لاس کې واخلي، چې په کې په پاناما کې دوه بندرونه هم شامل دي. دا معامله لا هم د خبرو په پړاو کې ده.
د ټرمپ ادارې پر مکسیکو هم د تعرفو او بندیزونو له لارې فشار راوړی څو چیني واردات، په ځانګړي ډول موټرونه، محدود کړي.
چینایي شرکتونو په زیاتېدونکي ډول مکسیکو د تولید د مرکز په توګه کاراوه څو د امریکا له تعرفو ځانونه وژغوري. په سپتمبر کې، مکسیکو اعلان وکړ چې له اسیايي هېوادونو څخه پر څه باندې ۱۴۰۰ توکو به تر ۵۰ سلنې پورې تعرفې ولګوي، چې پکې چین او د مکسیکو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه به یو تر ټولو زیات اغېزمن شي.
د ازاد بازار د اقتصاد پر وړاندې سوداګریز چوکاټ
ادارې یو لړ سوداګریز او د پآنګونې دپآره د ځانګړي چوکاټ پلانونه معرفي کړي چې د امریکا بازار ته غوره لاسرسی د صادراتو د کنټرول، د پانګونې د ارزونې، د اکمالاتي ځنځیر د خطر کمولو، او د “ازاد بازار د اختلال” پر وړاندې د مبارزې له ژمنو سره تړي. متحده ایالات چین او د هغوی متحدین د ازاد بازار اقتصادي هیوادونو په توګه طبقه بندي کوي.
په نوملړ کې واشنګټن اعلان وکړ چې له ارجنټاین، ګواتیمالا، اکوادور او ال سلواډور سره یې د متقابل سوداګریز چوکاټ تړونونه بشپړ کړي دي.
چین ته نږدې پر مستبدو حکومتونو فشار
متحده ایالاتو همدارنګه د لاتینې امریکا پر هغو حکومتونو فشار زیات کړی چې له بېجینګ سره نږدې اړیکې لري. نیکاراګوا د پراخو تعرفو له ګواښ سره مخ ده، کیوبا لا هم د امریکا د اوږدمهالو بندیزونو لاندې ده، او وېنزویلا چې په سیمه کې د چین تر ټولو نږدې ملګری دی اصلي هدف ګرځېدلی.
له سپتمبر راهیسې، د امریکا پوځ وېنزویلا ته نږدې په نړیوالو اوبو کې له ۲۰ څخه زیات هوايي بریدونه کړي، چې د مخدره موادو د قاچاق کښتۍ یې په نښه کړي او لږ تر لږه درې د تېلو ټانکرونه یې نیولي دي. د دسمبر پر ۱۶، ولسمشر ټرمپ امر وکړ چې هر هغه د تېلو ټانکر چې بندیزونه پرې لګېدلي وي او وېنزویلا ته ننوځي یا ترې ووځي، باید کلابند شي.
د “نشنل انټرسټ” په نوم په مجله کې یوه مقاله یادونه کوي چې د امریکا د ټینګار له مخې، چې وایي په لوېدیځه نیمه کره کې باید د ستراتیژیکو شتمنیو د بهرني کنټرول مخه ونیول شي، دا بندیز “په ښکاره ډول د چین او وینزویلا تر منځ د ژورې ملګرتیا د کمزوري کولو لپاره دی.” چین د وینزویلا شاوخوا ۸۰ سلنه د تېلو صادرات اخلي او د دې هېواد د انرژۍ په سکتور کې یې پراخه پانګونه کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۳۱، د امریکا د خزانې وزارت څلور چینایي او د هانګ کانګ شرکتونه چې د وېنزویلا د تېلو له صنعت سره تړلي وو، نور هم تر بندیزونو لاندې راوستل.
د “ازاد او پرانیستي” هند-ارام سمندر سیمې د ودې هڅې
د هند-ارام سمندر سیمه په نوې ستراتیژۍ کې له لاتینې امریکا وروسته دویم ځای لري، چې د ملي امنیت ستراتېژي دا سیمه د اقتصاد او جیوپولیټیک مهم ډګر بولي او استدلال کوي چې د امریکا کورنۍ سوکالي هلته په بریالۍ سیالۍ پورې تړلې ده.
ستراتیژي ژمنه کوي چې متحده ایالات به په اسیا او ارام سمندر کې “اقتصادي راتلونکی ځانته وګټي او د پوځي شخړو مخه به ونیسي”. دا د ناعادلانه اقتصادي اړیکو د بیا توازن، د امریکا د اقتصادي خپلواکۍ د بیا رغولو، او له متحدینو سره د هغه څه پر وړاندې د ګډ کار غوښتنه کوي چې “شکاري اقتصادي چلند” بلل کېږي. دغه سند د تایوان تنګي کې د وضعیت د یو اړخیز بدلون مخالفت کوي، د جنوبي چین سمندر کې د ازاد تګ راتګ او د کواد د شاملو هیوادونو قوي ملاتړ کوي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۱، د ټرمپ د لوړې یوه ورځ وروسته د بهرنیو چارو وزیر روبیو په واشنګټن کې د جاپان، هند او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره د د کواد یا څلور اړخیز تړون غونډه راوبلله. څلورو هېوادونو د “ازاد او پرانیستي هند او ارام سمندر” د ودې ژمنه بیا تازه کړه.
د مهمو منرالونو او اکمالاتي ځنځیرونو خوندي کول
د مهمو منرالونو لپاره پر چین د تکیې کمول مرکزي لومړیتوب لري. په جولاۍ کې د څلور اړخیزو یا کواد د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د مهمو منرالونو نوښت پلان پیل کړ، چې موخه یې د اکمالاتي ځنځیرونو لا تنوع او د ګډ اقتصادي مقاومت پیاوړی کول دي. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې چین په اپرېل کې د نادرو توکو پر صادراتو سخت کنټرول ولګول.
متحده ایالتونه د بدیلو سرچینو د خوندي کولو هڅې ګړندۍ کړې دي. د اکتوبر پر ۲۰، واشنګټن او کانبرا د نادروعناصرو د پراختیا تړونونه لاسلیک کړل چې ارزښت یې تر ۸.۵ میلیارده ډالرو پورې رسېږي او شاوخوا د ۵۳ میلیارده ډالرو پّ ارزښت سرچینې رانغاړي.
د اکتوبر پر ۲۶، ولسمشر ټرمپ په کوالالمپور کې د آسیان سرمشریزې پر مهال له تایلنډ، مالیزیا او کمبودیا سره نور سوداګریز او د مهمو منرالونو تړونونه لاسلیک کړل، چې دا هېوادونه د امریکا په مشرۍ اکمالاتي ځنځیر کې ورګډوي او د چین برلاسی کمزوری کوي.
د دسمبر پر ۱۲، متحده ایالتونو له اسټرالیا، جاپان، سویلي کوریا، سنګاپور، د هند-ارام سمندر له څو هېوادونو او اسرائیل سره د (Pax Silica) اعلامیه لاسلیک کړه، څو د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د سیلیکون په څېر د مهمو موادو اکمالاتي ځنځیرونه خوندي کړي.
له متحدینو سره د پوځي مقاومت پیاوړتیا
له پوځي اړخه، د ټرمپ ادارې دودیز اتحادونه بیا تایید کړي، په ځانګړي ډول له جاپان سره، خو له توکیو څخه یې غوښتي چې د دفاع لګښتونه زیات کړي او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو لګښتونو کې زیاته برخه واخلي. واشنګټن جاپان هڅولی چې لوی امنیتي رول ولوبوي. د مارچ په میاشت کې توکیو ته د سفر پر مهال، د امریکا د جګړې وزیر پیټر هګسیت جاپان د “کمونیستي چین د پوځي یرغل” د مخنیوي لپاره “نه بېلېدونکی شریک” وباله.
متحده ایالاتو له نورو شریکانو سره هم همکاري ژوره کړې ده. په دسمبر کې، د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا د دفاع وزیرانو په واشنګټن کې سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د (ملګرتیا) به چټکه کړي، په دې کې د اسټرالیا لپاره د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو د ترلاسه کولو ملاتړ هم شامل دی.
د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، امریکا په هند-ارام سمندر کې ګڼ ګډ پوځي تمرینونه او د تګ راتګ د ازادۍ عملیات ترسره کړل، چې په کې د جولای تمرینات، په اګست کې د “سوپر ایګل شیلډ” په نوم له اندونیزیا سره، او له فلیپین سره کلني تمرینونه شامل دي.
تایوان ته د وسلو د پلور چټکتیا
د چین د مهارولو لپاره د امریکا هڅې تر ټولو زیات د تایوان په مسئله کې څرګندې دي، کومه چې بېجینګ خپله اصلي ګټه ګڼي. د ملي امنیت ستراتیژي د تایوان ستراتیژیک اهمیت روښانه کوي، په تولید کې د هغه برلاسی او د ټاپوګانو ځنځیر کې د هغه هیواد موقعیت یادوي. دا وايي چې د تایوان په تنګي کې د شخړې مخنیوی د امریکا د پوځي برلاسۍ په ساتلو پورې تړلی ده.
له چین سره د مستقیمې مقابلې څخه د ډډه کولو تر څنګ، د ټرمپ ادارې تایوان ته د وسلو پلور ګړندی کړي، څو د چین په وړاندې غیر متناسب دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي. د ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د وسلو دوې سترې بستې لا دمخه تصویب شوې دي، وروستۍ یې په دسمبر کې وه چې شاوخوا ۱۱.۱ میلیارده ډالر ارزښت لري. دا د ۱۹۷۹ کال د تایوان د اړیکو له قانون راهیسې تایوان ته تر ټولو لوی یو ځلي د وسلو پلور دی.
په افریقا کې د چین د منرالونو او اکمالاتي ځنځیر د برلاسۍ پر وړاندې مبارزه
په افریقا کې، د ټرمپ ادارې د دودیزې مرستې له محوري تګلارې څخه سوداګرۍ او پانګونې ته مخه کړې ده او په مهمو منرالونو او اکمالاتي ځنځیرونو کې د بېجینګ د برلاسۍ د مهارولو ستراتیژۍ ته متمرکزه ده.
د دسمبر پر ۱۷، د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي شرکت (DFC) انګولا ته د رېل پټلۍ د لوړولو لپاره ۵۵۳ میلیونه ډالره پور منظور کړ. له پیل راهیسې، دا پروژه د چین د “یو کمربند، یو سړک” نوښت پر وړاندې د امریکا بدیل بلل شوې دی. دوي وایي دا پانګونه به د باور وړ اکمالاتي ځنځیرونه خوندي کړي او د چین او نورو ستراتیژیکو سیالانو له لوري د انحصار مخه به ونیسي.
د دسمبر په څلورمه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او رواندا په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې تړون لاسلیک کړ. د لاسلیک دمخه، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې له کانګو سره دوه اړخیز تړونونه شوي چې دوی به د امریکا شرکتونو ته له هغه هیواد څخه پراخو منرالونو ته لومړیتوب ورکوي، یو داسې ترتیب چې ښايي راتلونکې چینایۍ پانګونه محدوده کړي.
تر دې وړاندې، د جولاۍ په نهمه ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ګینيبیساو، لایبریا، موریتانیا، ګابن او سینیګال له مشرانو سره وکتل. خبرې اترې د امریکا اوافریقا د سوداګرۍ، پانګونې او مهمو منرالونو ته د لاسرسي پر پراخولو متمرکزې وې. ټرمپ مشرانو ته وویل چې متحده ایالات د چین په پرتله ډېر باوري شریک دی، او ویې ویل: “موږ له افریقا سره د چین او یا د بل هر چا سره، د بل هر ځای په پرتله ډېر ښه چلند کوو.”