د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې په ډنمارک کې د امریکا استاځي ددغه هیواد او د ګرینلنډ د خودمختاره سیمې سره د امریکا پر ښو اړیکو باندې ټینګار وکړ. د باندنیو چارو وزرات دغه څرګندونې د ډنمارک له خوا د هغو اندیښنو په ځواب کې وکړې چې دغه هیواد په رسنیوو کې د یوه ریپوټ د خپرېدو وروسته څرکندې کړې چې په کښي راغلي چې ځیني کسان چې د ولسمشر ټرمپ سره اړیکې لري په ګرینلنډ کې د نفوذ پټ عملیات پر مخ وړي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي چې د ډنمارک په کوپنهېګن کې د امریکا د سفیر مرستیال مارک سټرو پرون د چارشنبې په ورځ د دڼمارک د باندنیو چارو د وزارت د چارواکو سره وروسته له هغه ولیدل چې دغه وزارت نوموړی د خپرو شویو ریپوټونو په تړاو احضار کړ.
د باندنیو چارو وزارت « په ګرینلنډ کې د امریکا د اتباعو د شخصي فعالیتونو په هکله د تبصرې نه ډډه وکړه.»
د باندنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي سټرو د ډنمارکي چارواکو سره « ګټورې خبرې کړي دي او د ګرینلنډ، امریکا او ډنمارک د حکومتونو ترمنځ د قوي اړیکو پر شتون یې ټینګار کړی دی.»
د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې امریکا د ناټو د متحد هیواد ډنمارک او ګرینلنډ سره خپلو اړیکو ته ارزښت وکوي او د ولسمشر ټرمپ او د هغه د لوړپوړو سلاکارانو څرکندونو ته یې اشاره وکړه چې وايي دوي « د ګرینلنډ د خلکو د خودمختارۍ د حق درناوی کوي چې خپل برخلیک په خپله وتاکي.»
د ډنمارک دولتي رسنۍ «ډي آر» پرون د چارشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې لږ تر لږه درې تنه امریکایان چې د ولسمشر ټرمپ سره تړلي دي او په داسې موقفونو کې دي چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ باندې نفوذ لري په یوه مخفي ماموریت کې ښکیل دي چې د سیمې د هغو اتباعو نومونه راټول کړي چې په دې وچه کې د ولسمشر ټرمپ د اهدافو ملاتړي دي او هڅه یې دا ده چې دغه کسان د بیلتون غوښتننې د تحریک دپاره په دنده وګماري.
د یادونې وړده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ددې نه مخکي ویلي و چې امریکا کولای شي دغه د طبیعي زیرمو نه غني سیمه چې په یوې ستراتيژیکې سیمې کې موقعیت لري رانیسي. هغه د روان کال د مارچ پر ۴ مې نېټې ګانګرس ته د خپلې وینا پرمهال داسې وویل « مونږ ګرینلنډ ته خپل د ملي امنیت او حتی نړیوال امنیت دپاره اړتیا لرو.... مونږ به یې په یوې یا بلې لارې ترلاسه کوو.»
ګرینلنډ د ډنمارک یوه خودمختاره سیمه ده خو ددې سیمې بهرنۍ پالیسي او د امنیت مسولیت ډنمارک لري.