په نیپال او چین کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته رسېدلی

نیپالي چارواکو د یکشنبې په ورځ [اګست ۳۰مه] د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکو ته د نویو سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

چارواکو زیاته کړې چې په نیپال او چین کې د وژونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته لوړ شوی او د نیپال او چین د پولې په دواړو غاړو کې له درې زرو څخه ډېر کسان لا هم تري تم دي.

د چارواکو په وینا د اوبو د سطحې د لوړېدو او د خرابې هوا له امله د ژغورنې ډلې او مرسته رسوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې سېلابونو ممکن له ۹۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي وي.

په نیپال کې چارواکو د ۷۸۱ کسانو د مړینې او د ۲۵۰۲ کسانو د لادرکه کېدو خبر ورکړی په داسې حال کې چې په چین کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۵۴۶ نور ورک دي.

بیجینګ ویلي چې د تبت په سیمه کې د ۲۳ هیوادونو د ۲۶۱ وګړو برخلیک لا هم نامعلوم دی.

امریکایي چارواکو ویلي چې په تبت او نیپال کې د ناڅاپي سېلابونو له امله شاوخوا ۹۰ امریکایان تري تم دي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه د کوم امریکایي وګړي د مړینې په اړه معلومات نه لري، خو د شنبې تر ورځې پورې د دریو امریکايانو د ژغورل کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه وزارت د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "زموږ لپاره د امریکایي وګړو له خوندیتوب څخه بل لوړ لومړیتوب نشته. په نیپال او چین کې زموږ سفارتونه د امریکایانو سره د مرستې او د مرستو رسولو د بهیر نه د ملاتړ لپاره له نږدې کار کوي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د نیپال سره د ۳.۶ میلیونه ډالرو څخه د زیاتو بشردوستانه مرستو اعلان کړی او ویلي یې دي چې لدې پېسو به د سېلاب ځپلو سیمو شاوخوا ۱۰ زرو کورنیو ته د دریو میاشتو لپاره بېړنۍ خوراکي مرستې برابرې شي.