د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د سولې بورډ غړو، چې په کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیرډ کوشنرهم شامل و، د دوشنبې په ورځ له څو ساعتونو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان په اړه دوې کاري ډلې جوړې کړي.
دا خبره د نتنیاهو دفتر کړې ده.
د نتنیاهو د دفتر په وینا، یوه ډله به د حماس د بې وسلې کولو او د غزې د غیرپوځي کولو پر موضوع تمرکز کوي، په داسې حال کې چې دویمه ډله به د عامې روغتیا مسایل، په ځانګړي ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی او نورې روغتیايي اړتیاوې وڅېړي.
دا موافقه په داسې وخت کې شوې چې اسرائیل او حماس لا هم د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان د عملي کولو پر څرنګوالي اختلاف لري. اسرائیل وايي، تر هغه چې حماس په بشپړه توګه بې وسلې نه شي، اسرائیلي ځواکونه باید له غزې څخه ونه وځي. حماس بیا غوښتنه کوي چې اسرائیل دې اوربند رعایت کړي او خپل ځواکونه دې له غزې وباسي.
کوشنر له نتنیاهو سره له لیدنې وروسته خبرې «ښې» وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکو اوونیو کې د حماس د بې وسلې کولو په بهیر کې پرمختګ وشي.
هغه وویل: «ممکنه ده چې په راتلونکو شاوخوا ۳۰ ورځو کې د پرمختګ شاهدان واوسو او هیله ده چې د ځینو وسلو د راټولولو بهیر پیل شي، او په راتلونکو ۶۰ تر ۹۰ ورځو کې هم د ځینو تونلونو د بندولو چارې پیل شي.»
نتنیاهو او کوشنر همداراز هوکړه کړې چې د حماس د بې وسلې کېدو نه مخکې به د غزې پراخه بیارغونه نه پیلېږي. کوشنر وویل، امریکا د غزې بیارغونې ته ژمنه ده، خو ټینګار یې وکړ چې دا بهیر باید د سیمې له غیرپوځي کېدو وروسته پیل شي.
له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته، کوشنر او نیکولای ملادینوف، د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره هم وکتل.
هرتزوګ د غزې د طرحې د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره د ټرمپ، کوشنر او ملادینوف له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې په دغو خبرو کې د اسرائیلو او د هغه د اتباعو د امنیت د تامین، او همدارنګه د سیمې د خلکو لپاره د ثبات او ښې راتلونکي پر اړتیا ټینګار شوی دی.
په اسرائیلو کې د کوشنر ملاقات یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې نوموړي په مصر کې د حماس له سیاسي مشرانو څخه له خلیل الحیه سره خبرې کړې وې. حماس ویلي چې د دې ډلې د ژمنو پلي کېدل د اسرائیلو پر دې اقدام پورې تړلي چې پر اوربند عمل وکړي او خپل ځواکونه له غزې څخه وباسي.
کوشنر له ملادینوف سره یوځای په مصر کې له دغې لیدنې وروسته اسرائیلو ته سفر کړی و. دا له حماس سره د کوشنر دویمه معلومه لیدنه وه. متحده ایالتونه حماس یو ترهګر سازمان ګڼي.
کوشنر تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امریکا له استازي سټیو وټکاف سره یوځای د حماس له چارواکو سره لیدلي وو؛ هغو خبرو اترو په غزه کې د اوربند او د حماس په بند کې د پاتې یرغملو د خوشې کېدو دپاره د یوه تړون په رامنځته کېدو کې مرسته کړې وه.
د غزې په اړه خبرې په داسې حال کې دوام لري چې اسرائیل د اکتوبر د ۲۷مې عمومي ټاکنو ته چمتووالی نیسي او د نتنیاهو واکمن ائتلاف په ځینو نظرپوښتنو کې له خپلو سیالانو وروسته پاتې دی.