د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست له پیل راهېسې یې د څه باندې ۳۰۰زره بهرنیانو ویزې لغوه کړې دي.
وزارت وایي دا ویزې یې د جرمي فعالیتونو، عمومي امنيت ته د ګواښونو او د کډوالو د قانون څخه د سرغړونو له کبله لغوه کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په همدې اړه په خپل رسمي ایکس حساب کې د نیویارک پوست ورځپاڼې یو راپور خپور کړی دی. په راپور کې د یو امریکايي مقام له خولې ویل شوي چې تقلب او ناسم معلومات هم د ویزو د لغوه کېدو علتونه دي.
دغه مقام ویلي دي چې په دغو کسانو کې د ۴۰۰۰ هغو کسانو ویزې هم لغوه شوي، چې په امریکا کې د زیږون له لارې د تابعیت اخیستو [زیږوني ساحت] په فعالیتونو کې دخېل وو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوت ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د ۳۰۰زره ویزو په لغوه کولو کې د امریکا په تاریخ کې د بل هر دولت په پرتله چټک اقدام کړی دی.
نوموړي ټېنګار کړی دی چې امریکا به د هېڅ بهرني په وړاندې، چې د امریکا قوانین نه مني، درغلي کوي او یا امنیت ته ګواښ پېښوي، له اقدام کولو ډډه ونه کړي او د خپلو سرحدونو د امنیت او حفاظت په اړه به اقدامات روان ساتي.
د بهرنیو چارو وزارت څه موده مخکې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې د ۲۵۰زره بهرنیانو ویزې لغوه کړې، چې ۲۵ سلنه یې د بریدونو او اړوندو جرمونو، ۲۲ سلنه یې په نشه کې د موټر چلوولو او اووه سلنه یې د نشه يي توکو اړوندو جرمونو له کبله لغوه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي مشخص کړي چې په دغه لست کې د کومو هېوادونو اتباع شامل دي.