د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ټرمپ د اوسني حکومت له پیل راهیسې د شاوخوا ۸۰۰۰ زده کونکو ویزې او ۲۵۰۰ د تخصصي کاري ویزې په ګډون د څه د باندې ۱۰۰ زره کسانو ویزې لغوه کړې، چارواکي وايی دا پرېکړه یې د جرمي فعالیتونو له کبله کړې چې د امریکا د قانون د تنفیذ سره په ټکر کې بولي.
دا اعلان د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ایکس د ټولنیزې رسنۍ په حساب کې خپور شو او د دې خبردارۍ سره پای ته ورسید: "موږ به د امریکا د خوندي ساتلو لپاره د دغو جنایتکارانو شړلو ته دوام ورکړو."
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې د امریکا د کډوالۍ او ویزې قوانین سخت کړي او د ارزونې پالیسۍ یې پراخې کړې دي چې اوس د ننوتلو وروسته د ویزې لرونکو څارنه کوي ترڅو د نیولو، محکومیت یا د نورو اندیښنو تشخیص پکې شامل کړي.
د ویزو د لغوه کولو دا اقدام د ویزو مختلفې کټګورۍ خلک لکه د سیاحت، زده کونکي، تخصصی کاري ویزې او بهرني سیلانیان اغیزمنوي.
په متحدو ایالتونو کې د هندوستان خلک تر ټولو ډیر د امریکا ویزې لرونکي دي او د دې پالیسۍ بدلون څخه به مستقیم اغیزمن شي.
په هندوستان کې د امریکا سفارت راپور ورکړ چې دوی د دوهم پرله پسې کال لپاره هندوستانیانو ته د غیر مهاجرت څه باندې یو میلیون ویزې ورکړې، چې په متحدو ایالتونو کې د سفر، کار او زده کړې د دوامداره غوښتنې ښکارندوي کوي.
هندوستان په متحدو ایالتونو کې د نړیوالو زده کونکو ترټولو لویې سرچینې په توګه له چین څخه مخکې شوی، په سلګونو زره هندیان په امریکایی پوهنتونونو کې شامل شوي دي.
د متحدو ایالتونو د حکومت د کډوالۍ معلومات ښیي چې تیر کال د سختو پلټنو، په مرکو کې د اوږده ځنډ او د قضاوت د سختو معیارونو له امله هندي زده کونکو ته د ورکړل شويو ویزو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی.
د بهرنیو چارو وزارت د اګست په میاشت کې د څه باندې ۶ زره زده کونکو ویزې د د وخت نه زیات د پاتې کیدو او د قانون څخه د سرغړونې له امله لغوه کول تایید کړل، چې اکثره یې فزیکي برید، د نشې په حال کې موټر چلول، غلا او د ترهګرۍ ملاتړ شامل وو.
دا هم ویل شوي چې د دې۶۰۰۰ ویزو څخه شاوخوا ۴۰۰۰ زره یې د سیلانیانو لخوا د سرغړونو له امله لغوه شوي، او شاوخوا ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې لغوه شوي ویزې د کډوالۍ او د تابعیت قانون له مخې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ پورې اړوندو دلیلونو له امله لغوه شوي.
د بهرنیو چارو وزارت د اګست په میاشت کې په یوه ایمیل کې امریکا غږ ته وویل، "د بهرنیو چارو وزارت هغه وخت ویزې لغوه کوي کله چې د احتمالي بې کفایتي نښې نښانې وي، چې په کې د وخت نه زیات د پاتې کیدو، جرمي فعالیت، د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ، په هر ډول ترهګریز فعالیت کې برخه اخیستل، یا د ترهګریز سازمان ملاتړ شامل دي."
هغه مهال، د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې "د ټرمپ ادارې لاندې د زده کونکو هر هغه ویزه لغوه شوې چې کس یا له قانون څخه سرغړونه کړې یا یې په متحدو ایالتونو کې د خپلې استوګنې پرمهال د ترهګرۍ ملاتړ کړی دی."
د امریکا حکومت هم د تېر کال په اګست کې اعلان وکړ چې د دوی په روانه ارزونه کې څه باندې ۵۵ میلیون بهرنيان شامل دي چې د راپور په وخت کې یې د امریکا د اعتبار وړ ویزې درلودې.
د ټرمپ حکومت ویلي چې د هغو اشخاصو پیژندنه او هیواد ته یې د ننوتلو مخنیوی چې د امریکا ملي امنیت یا عامه خوندیتوب ته ګواښ پیښوي د امریکایانو د حفاظت لپاره ډیر اړین دی.
فورم \ دبحث خونه