امریکا د حزب الله پر ملاتړو بندیزونه ولګول

متحده ایالتونو په لبنان کې پر هغو کسانو نوې بندیزونه اعلان کړي چې د حزب الله د ملاتړ تور پرې لګېدلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل، امریکا پر نهو کسانو بندیزونه لګولي چې د حزب الله سره د همکارۍ له لارې د لبنان د حاکمیت او ثبات د کمزوري کولو تور ورباندې لګول شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو کسانو کې د پارلمان غړي، یو ایرانی ډیپلوماټ، او د لبنان امنیتي چارواکي شامل دي چې ویل کېږي له دې وسله والې ډلې سره اړیکې لري.

پیګوټ وویل، پر دغو کسانو تور دی چې غواړي په لبنان کې د ایران نفوذ پراخ کړي او د سولې او بیارغونې هڅو ته خنډونه را منځته کړي. هغه زیاته کړه چې د حزب الله د ډلې له لوري د بې وسلې کیدلو نه انکار ددې لامل شوی چې د لبنان حکومت پر لارې خپلو خلکو ته د امنیت، ثبات او سوکالي په برابرولو کې خنډونه او ستونزې رامنځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د “عدالت لپاره انعام” پروګرام له لارې به د حزب الله د مالي شبکو د ګډوډولو په اړه د معلوماتو لپاره تر لسو میلیونو ډالرو پورې انعام وړاندې کړي.

پیګوټ خبرداری ورکړ چې هر څوک چې د حزب الله ملاتړ ته دوام ورکړي یا ورته پناه ورکړي، حساب او کتاب به ورسره کیږي. هغه ټینګار وکړ چې په لبنان کې تلپاتې سوله او ثبات د حزب الله بشپړ بې وسلې کېدلو او د امنیتي چارو په برخه کې د لبنان د حکومت د بشپړ واک بېرته ټینګښت ته اړتیا لري.

متحده ایالتونه وايي چې د لبنان د خلکو او قانوني حکومت ملاتړ ته ژمن دی او غواړي له لبنان سره د لا سوله ییز او هوسا راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي.

متحده ایالتونه حزب الله د ۱۹۸۳ کال د هغو ځانمرګو بریدونو مسئول بولي چې په کې ۲۴۱ امریکايي پوځیان او ۵۸ فرانسوي سرتېري ووژل شول او په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ مرکز ویجاړ شو.

امریکا همدارنګه حزب الله په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د خپل سفارت پر ضد د ترسره شوي ځانمرګي برید مسئول هم ګڼي.