د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت نن چهارشنبې په هندي توکو باندې ۲۵٪ اضافي تعرفه ولګوله، چې له دې سره متحدو ایالتونو ته د هند په صادراتو باندې د تعرفې اندازه ۵۰سلنې ته لوړه شوه.
واشنګټن دا تنبیهی ګام بللی ځکه هند له روسیې څخه په زیاته کچه تیل پیري او واردوي.
د دونالډ ټرمپ د حکومت چارواکو په هند نیوکه کړې چې د روسیې څخه د ډېرو تیلو په پیرودلو سره په اوکراین کې یې د مسکو جګړه "په غیر مستقیم ډول تمویل" کړې ده.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ یادونه وکړه چې د هند د تیلو واردات، چې اوس له روسیې څخه کېږي، د جګړې دمخه له یوې سلنې څخه کم وو.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت لخوا د خپرې شوې خبرتیا له مخې، نوې تعرفې د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي په وخت په ۱۲:۰۱ بجو نافذ شوي دي. خو هغه توکي چې له دې دمخه په ټرانزیت کې وو، له دې تعرفې معاف دي.
د نویو تعرفو د لګولو پریکړه د دواړو خواوو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو اترو له ماتیدو وروسته وشوه. په تیرو خبرو کې هندي چارواکو خوشبیني څرګنده کړې وه چې د تعرفې حد به ۱۵ فیصده پاتې شي.
تمه کیږي چې نوې تعرفې به د هند د ۸۷ ملیارد ډالرو صادراتو له نیمایي څخه ډیر اغیزمن کړي، چې ټوکر، چرمي توکي او قیمتي ګاڼې په کې شامل دي.
هندي صادرونکو خبرداری ورکړی چې د سپټمبر میاشتې څخه متحدو ایالتونو ته د دوی صادرات ممکن له ۲۰ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې پورې راټیټ شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل، "موږ بیا تکرارو چې دا اقدامات غیر عادلانه، غیر معقول او د نه منلو وړ دي".
په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې هند به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.