د نړۍ ګڼو رهبرانو د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

د نړۍ ګڼو رهبرانو د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران چارواکو د یکشنبې په ورځ [جون ۱۴مه] وویل چې د جګړې د پای ته رسولو، د هرمز تنګي د بیرته پرانېستلو او د سمندري محاصرې د پاي ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي. ولسمشر ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایسارو کښتیو په خاوندانو غږ کړی چې خپلې کښتۍ روانې کړي څو د تیلو د لېږد بهیر بیا پيل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو مشرانو د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي یو ویاند ویلي چې "عمومي منشي د دې اعلان هرکلی کوي چې متحده ایالتونه او ایران د سولې لپاره په داسې یوې هوکړې سلا کړې چې سمدستي او دایمي اوربند، د هرمز تنګي بیا پرانیستلو، او همدارنګه د نورو خبرو اترو لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کیدو لپاره زمینه برابروي. دا د شخړې د سوله ییزې حل لارې په لور یو مهم ګام دی."

د برېټانیا، فرانسې، جرمني او اېټالیا ګډه اعلامیه:

"ایران باید هېڅکله هم اټومي وسله ترلاسه نه کړي. موږ د دې هدف لپاره له امریکا، ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) سره کار کولو ته چمتو یو."

د اسټرالیا لومړی وزیر، انټوني البانیس:

"د اسټرالیا حکومت د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کوي. اسټرالیا له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په شمول، په ټولو خواوو کې د تاوتریخوالي د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې. لکه څنګه چې موږ ویلي، دا جګړه څومره چې اوږده شي، هماغومره به یې اغېزې ډېرې وي. د نور تاوتریخوالي د مخنیوي او د یوې تلپاتې هوکړې د ډاډمنولو لپاره به دوامدار زغم او رغنده ښکېلتیا اړینه وي."

د برېټانیا لومړی وزیر، کییر سټارمر:

"موږ ته څرګنده شوه چې د هرمز په تنګي کې باید اوس د کښتیو تګ راتګ ازاد او له حق العبور پرته وي. ایران باید هېڅکله اټومي وسله ونه لري."

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون:

"زه د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کوم. دا د یوې داسې ډیپلوماتیکې هڅې پایله ده چې ګڼو شریکانو پکې ونډه درلوده. زه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوم چې دا هوکړه په چټکۍ او بشپړ ډول پلې کړي. دا هوکړه باید د هرمز تنګي د بېړني او بې شرطه بیا پرانیستلو زمینه برابره کړي چې د برېټانیا سره ګډ نړیوال ماموریت يي د ملاتړ لپاره چمتو دی."

د جرمني لومړی وزیر فریدرش مرز:

"زه د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کوم او ولسمشر ټرمپ او ایراني لوري ته پر دې دیپلوماتیک پرمختګ مبارکي وایم. دا کولی شي د یوه بیرته ژوندي شوي نړیوال اقتصاد او یو ډېر خوندي منځني ختیځ په لور لاره هواره کړي. دا ډېره اړینه ده چې په کلکه پلې شي."

د جاپان لومړۍ وزیره ساناې تاکایچي:

"جاپان په کلکه هیله لري چې د هرمز تنګي له لارې به د کښتیو ازاد او خوندي تګ راتګ په عمل کې ډاډمن شي او دا چې د ایران د اټومي مسلې او نورو چارو په اړه به ژر تر ژره یوه وروستۍ هوکړه ترلاسه شي."

د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز:

"دا مهمه او رغنده هوکړه په داسې سیمه کې د کړکېچ کمولو او د ثبات د ودې په لور یو ګام دی چې د نړیوال اقتصادي امنیت لپاره خورا مهمه ده... خبرې اترې او ډیپلوماسي د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره تر ټولو اغېزمنې لارې دي."

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثانی:

"ټولې خواوې په راتلونکي پړاو خبرو کې په مثبت او رغنده روحیه برخه واخلي".