د امریکا پوځ: د هرمز تنګی د هغو کښتیو پر مخ خلاص دی چې په قانوني توګه تېرېږي

د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸مه لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي نه په خوندي توګه د تېریدو راتېریدو اجازه ورکړل شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې د هرمز تنګی د ټولو هغو کښتیو پر مخ خلاص دی چې په قانوني توګه لدې نړیوالې سمندرې لارې څخه تېرېږي.

سنټکام د یکشنبې په ورځ [جولای ۱۱مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د کښتیو تګ راتګ دوام لري او "ایران تنګی نه کنټرولوي".

اعلامیه زیاتوي امریکايي پوځیان چمتو دي چې "د ایران د بې اساسه یرغل، ځورونې، ګواښونو او خپلسرو اعلامیو سره سره"، د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ لپاره پرانېستی وساتي.

د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸مه لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي نه په خوندي توګه د تېریدو راتېریدو اجازه ورکړل شي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل یو تازه راپور کې لیکلي چې د جون په میاشت کې د نړۍ د تېلو عرضه په چټکۍ سره د ورځې ۴.۱ میلیون بېرلو ته لوړه شوې وه. د هرمز تنګی د منځني ختیځ د انرژۍ د صادراتو لپاره د نړۍ یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي.

د سنټکام په تازه اعلامیې کې لیکل شوي چې امریکايي پوځیانو په تېرو دوو میاشتو کې د هرمز له تنګي نه د څه باندې ۸۰۰ کښتیو د تګ او د څه باندې ۴۰۰ مېلیون بېرل اومه تیلو د لېږدولو زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د پوځ د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو اوو ورځو کې تر ۱۴۰ زیاتې کښتۍ د هرمز د تنګي نه تېرې شوې دي.

په همدې حال کې د ایران د تسنیم خبري آژانس د فارس خلیج د اوبو د مدیریتي ادارې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې لیکل شوي چې د هرمز تنګي نه د کښتیو تګ راتګ "اوس شونی" نه دی. په اعلامیې کې راغلي چې د کښتیو تګ راتګ ځکه چې شونی نه دی چې متحده ایالتونه په سیمه کې پوځي خوځښتونه کوي.