امریکا له ایران سره تړلې په یوې بانکي شبکې بندیزونه ولګول

امريکايی چارواکي وايي چې ژر به د ایران د آټومي پروګرام په سر د امریکا او ایران ترمنځ‌ د خبرو شپږم پړاو پیل شي.‌

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ‌ په لسو کسانو او د ۲۷ شرکتونو په هغه شبکې باندې بندیزونه لګولي چې وايي‌ په ایران باندې د لګولو شوو بندیزونو نه یې ډډه کوله او د ایران د تیلو د خرڅلاو سره د تړلو پیسو په انتقال کې ښکیل وو.‌

د امریکا د ماليي وزارت ویلي دي چې په دغه شبکې کې ایراني،‌ هانګ کانګي او امارتي شرکتونه شامل دي چې په راکړه ورکړه کې دخیل وو.

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ‌ بېسنټ‌ وویل:‌ «د ایران موازي بانکي سیستم [د ایران] د رژیم لپاره حیاتي نقش لري چې له طریقه یې د خپلو تیلو د خرڅلاو عایدات ترلاسه کوي،‌ پيسې انتقالوي او خپل بي‌ ثباته کوونکي فعالیتونه ورباندې تمویل کوي.»

دغه بندیزونه په داسې حال کې لګول شوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکايي مرکچیان «تمه» لري چې د خپلو ایراني سیالانو سره به «ډیر ژر» غونډه وکړي.‌ دا په دې مانا چې د خبرو نوی پړاو به ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پګټ دغه خبره د پنجشنبې په ورځ په خبرې کنفرانس کې وکړه.

تر دې مخکې نه امریکا او نه هم ایران د خبرو د نوي پړاو په اړه څه ویلي‌ وو.‌

امریکا او ایران د ایران د اټومي پروګرام په سر د اپریل راهیسې پنځه پړاوه خبرې اترې کړي دي خو په خبرو کې کوم ځانګری پرمختګ نه دی شوی.‌

امریکا د ایران څخه غواړي چې د خپل یوارنیمو د غني کولو د پروګرام څخه،‌ چې کیدای شي د اټومي وسلو په جوړولو کې استعمال شي، لاس واخلي.

خو ایران تاکید کوي چې د یورانیمو غني کولو ته به دوام ورکړي او د اټومي فعالیتونو د محدودولو لپاره د امریکا نه غواړي چې په دغه هیواد باندې بندیزونه لیري کړي.‌

امریکايی چارواکو ویلي دي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي ستیف ویټکاف تیره اونۍ ایران ته وړاندیز استولی و او دا خبره یې کړې وه چې که ایران دغه وړاندیز و نه مني نو د سختو عواقبو سره به مخ شي.

که څه هم ایران د دې نه انکار کړی دی چې اټومي وسلې جوړوي خو دا یې منلې چې په راتلونکي کې د اټومې وسلو د جوړولو په ظرفیت باندې کار کوي.‌

امریکا او په منځني ختیځ کې د امریکا نږدې ملګری هیواد اسرائیل ویلي دي چې ایران نه شي‌ کولای چې اټومي وسله ولري او ګواښ یې کړی چې که په سوله اییزه توګه د ایران د آټومي تاسیساتو د له منځه وړلو موافقه و نه شي نو د وی به د دغو تاسیساتو د ویجاړولو لپاره پوځي اقدام وکړي.