د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات وايي چې د اتومي تړون په اړه د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات «رغوونکې» روان دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸ (ثور۷) خبریالانو ته وویل: «د جمعې د ورځې مذاکرات مستقیم او غیر مستقیم وو او دوه ساعته روان وو. دا مذاکرات همدغه راز رغوونکي وو. کولای شم ووایم، دا خبرې ګټورې وې او رغوونکې وې. نور پرمختګ هم لرو. دواړو خواو توافق کړی چې په نژدې اینده کې بیا ملاقات وکړي.»
واشنګټن په تهران فشار اچولی چې د یورانیمو د غني کولو پروګرام، چې پوځي کېدای او اتومي بمب جوړولو لپاره ترې کار اخيستل کېدای شي، بند کړي.
تهران دا ردوي چې اتومي وسلې جوړوي، خو دا یې منلې چې د ظرفیتونو رغول د وسلو جوړولو ته لار پرانیزي.
د امریکا او ایران ترمنځ د جمعې په ورځ په روم کې اتومي مذاکرات وشول، چې عمان یې کوربه و.