د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې که ایران خبرې اترې غواړي نو کولای شي چې د واشنګټن سره اړیکه ونیسي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۲۶مه] د ایران سره د مذاکراتو د دویم پړاو په هکله د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې ایراني چارواکي کولای شي د ټېلیفون له لارې له امریکايي چارواکو سره اړیکه ټینګه کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر پس له هغې دغه څرکندونې کړې چې حکومت اسلام آباد ته د امریکايي مرکچیانو سفر لغو کړ.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف وېټکاف او ستر سلاکار جرډ کوشنر د ایران سره د مذاکراتو د دویم پړاو د سرته رسولو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.
ولسمشر ترمپ په خپلې تازه مرکې کې یو ځل بیا د تهران پر وړاندې د واشنګټن د اقداماتو اغیزو ته اشاره کړې ویلي: "زما په نظر زموږ لوی ښه والی دادی چې د هغوي [ایران] ټول سمندري ځواکونه مو له منځه وړي. د هغوي هوايي قوا مو له کاره غورځولې...هغوي په یو بد وضعیت کې دي. البته چې محاصره مو هم سرته رسولې او دغه محاصره د پام وړ اغېزناکه وه."
له بلې خوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره تر لیدنې وروسته د یکشبنې په ماښام بېرته اسلام اباد ته ستون شوی او ټاکل شوې چې مسکو ته د خپل سفر نه مخکې، یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو سره وویني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په اسلام اباد کې د سرینا هوټل د امنیتي تدابیرو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
پدغه هوټل کې د متحدو ایالتونو او ایران د مرکچیانو ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو او تمه وه چې په همدې ځای کې د دواړو لوریو استازي یو ځل بیا غونډه وکړي.