امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا په هرمز تنګي کې د ایران پر قشم ټاپو محدود بریدونه کړي دي. اسوشیټډ پرېس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې په دغو دفاعي بریدونو کې هغه ایراني ځواکونه په نښه شوي چې پر امریکايي پوځي تجهیزاتو یې له ځمکې څخه هوا ته توغندي توغول.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په قشم ټاپو کې د پنځو پرلهپسې چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ځینو اوسېدونکو په اسمان کې دوه الوتکې لیدلې دي. ایرنا د چاودنو لامل نه دی څرګند کړی. سېنټکام د فرانس پرېس د راپور تر خپرېدو پورې د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه و ورکړی؛ د اسرائیل پوځ بیا په بریدونو کې خپل ګډون رد کړی دی.
د فرانس پرېس په وینا، وال سټریټ ژورنال او نورو امریکايي رسنیو هم د ځینو چارواکو له قوله، چې نومونه یې یاد شوي نه دي، دا بریدونه دفاعي بللي دي. ژورنال ویلي چې دا د څو نااعلان شویو بریدونو وروستي وو او په علني ډول ځکه نه وو اعلان شوي چې د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلېدو تصور رامنځته نه شي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې واشنګټن له تهران سره «د بشپړ ځواک له دریځه» خبرې کوي. د هغه په وینا، ایران په خبرو اترو کې په ښه دریځ کې نه دی.
د بریدونو راپورونه د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو په درشل کې خپاره شوي دي. ټرمپ پر خپلې «ټروت سوشل» شبکې لیکلي چې ایران ژر تر ژره جوړجاړی غواړي او توافق کېدای شي وشي. مرستیال ولسمشر جېډي وېنس هم د دوشنبې په ورځ ویلي چې په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی او یوې موافقې ته هیلهمن دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکا سره د غیرمستقیمو خبرو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې جدي سلا مشورې روانې دي. د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف بیا ویلي چې تهران جګړې ته چمتو دی، خو واشنګټن ته یې «معقول ځواب» ورکړی او اوس د جګړې د مخنیوي لپاره توپ د امریکا په میدان کې دی.
قطر د سېشنبې په ورځ ویلي چې لا هم یوې موافقې ته هیلهمن دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې دواړه لوري خبرو ته ژمن دي او د منځګړو وړاندیزونه ارزوي. د هغه په وینا، دوحه د دواړو لورو ترمنځ د وړاندیزونو تبادله اسانه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې تهران د خپلو غوښتنو د منل کېدو په صورت کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو طرحه په دوو ورځو کې عملي کولای شي. په دغو غوښتنو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای، د کنګل شویو ایراني شتمنیو ازادول، د تېلو د بندیزونو لرې کول او د ایراني بندرونو د محاصرې ختمول شامل دي.
عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن باید له هرمز تنګي څخه د تېرېدو لپاره د ایران او عمان ترمنځ منل شوې نوې لاره ومني، وروستي بندیزونه لرې کړي او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شمېر راکم کړي. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لاره ده.
ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې لا هم یو یا دوه اهداف پاتې دي چې باید په اړه یې اقدام وشي، او د ایران «کوه کلنګ» یې یاد کړی و. د فرانس پرېس په وینا، دا ځای شکمن اټومي تاسیسات بلل کېږي، خو تهران یې اټومي ماهیت ردوي. ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا له خوا د جګړې د بیا پیلېدو په صورت کې به چوپ پاتې نشي. خو امریکا په وار وار ویلي چې اجازه به ورنکړي چې ایران اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا کړي.