ولسمشر ټرمپ: ایران توافق غواړي، خو که خبرې نتیجه ورنه کړي، بل اقدام ته به اړ شو

ټرمپ وايي، ایران لا هم له متحدو ایالتونو سره توافق غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران لا هم له متحدو ایالتونو سره توافق غواړي، خو خبرداری ورکوي چې که خبرې اترې پایله ور نه کړي، واشنګټن ښايي بل اقدام ته اړ شي.

ولسمشر ټرمپ له میراندا ډیواین سره د «پاډفورس ون» په پوډکاسټ کې، چې یوه برخه یې د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دویمه خپره شوه، ټینګار وکړ: «زما لپاره خبره ډېره ساده ده: هغوی اټومي وسلې نه شي لرلای.»

د امریکا ولسمشر وویل، واشنګټن له تهران سره د خبرو لپاره له زغمه کار اخیستی دی. هغه زیاته کړه: «بالاخره په یوه پړاو کې باید کار تمام کړو. خو هغوی توافق غواړي. باید وګورو چې څه کېږي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره د رژیم بدلون اړین دی، ټرمپ وویل: «موږ د هغوی دوه رژیمونه له منځه وړي دي؛ نو په یوه ډول مو بدلون راوستی دی.» خو زیاته یې کړه چې د خبرو لپاره باید یو څوک موجود وي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په آیوا کې یوې ټاکنیزې غونډې ته هم ویلي وو چې یواځنی لامل چې پر ایران پراخ پوځې اقدامات نه کوي د ایرانیانو د ژوند ژغورل دي، خو خبرداری یې ورکړی و چې په یوه پړاو کې به پر ایران سخت ګوزار ته اړ شي.

په مقابل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، که د تهران غوښتنې ومنل شي، له واشنګټن سره خبرې اترې ژر پیلېدای شي او په هرمز تنګي کې امنیت بېرته ټینګېدای شي. ایران وايي، اټومي پروګرام یې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

بلخوا په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو له اندېښنو سره، د متحده عربي اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل المزروعي ویلي چې د راتلونکو پېښو اټکل نه شي کېدای، خو هېواد به یې د فبرورۍ له ۲۸مې مخکې وخت په پرتله ډېر چمتو وي.

په یمن کې حوثي یاغیانو ویلي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر څو ولایتونو ۷۵ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي. ائتلاف بیا د سعودي د جنوبي سیمو پر لور د حوثیانو د یوه بالستیک توغندي او یوې بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو خبر ورکړی دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي خبرداری ورکړی چې د جګړې دویم پړاو به «لا خطرناک او ویجاړوونکی» وي.