امریکا په کینیا کې په ایبولا د اخته امریکایانو لپاره د قرنطین مرکز جوړوي

د امریکا حکومت د هغو امریکایانو لپاره چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا په ویروس اخته شوي، په کینیا کې د قرنطین او درملنې یو مرکز جوړوي. د ټرمپ د حکومت چارواکو دا خبره امریکايي رسنیو ته کړې ده.

دغه مرکز، چې د امریکا د جګړې، بهرنیو چارو ، روغتیا او بشري خدمتونو وزارتونه پکې ښکېل دي، لا هم د کینیا د حکومت تایید ته اړتیا لري. د کینیا د روغتیا وزیر له امریکا سره د "ایبولا لپاره د چمتووالي او غبرګون د میکانیزمونو" په اړه خبرې تایید کړې، خو دا یې ونه ویل چې هېواد به یې د دغه مرکز کوربه‌توب وکړي که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چارشنبي په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، امریکا "نه شي کولی او نه به اجازه ورکړي چې د ایبولا کومه پېښه متحدو ایالتونو ته داخل شي. "

دا تګلاره د ۲۰۱۴ کال د ایبولا له وبا سره توپیر لري، هغه مهال چې له شپږو زیات امریکایان، چې په ویروس اخته شوي وو، د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ټیډروس ادهانوم ګبریسوس د پنجشنبې په ورځ وویل چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته سفر کوي. هغه د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي، "دغه هېواد ۱۶ ځله ایبولا ته ماتې ورکړی. اوولسم ځل به هم توپیر ونه لري. خو موږ باید همدا اوس، په ګډه، اقدام وکړو. "

دا مطلب هم ولولئ

د ایبولا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنې

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په کانګو کې د ایبولا د تشخیص ظرفیت پراخوي او د هېواد له ملي طبي څېړنیز سازمان سره په همکارۍ کار کوي، څو د ناروغۍ په اړه فوري معلومات ترلاسه او تایید شوې پېښې ژر وپېژندل شي. مرستندویه ډلو ویلي، په اغېزمنو سیمو کې ډېر روغتیايي کارکوونکي لا هم لومړنیو محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسکونو او محافظتي جامو ته لاسرسی نه لري، چې د ناروغۍ د کنټرول هڅې ستونزمنوي.

په کانګو کې د ایبولا دې وبا تر اوسه د څه باندې ۹۰۰ مشکوکې پېښې او لږ تر لږه ۲۲۰ مړینې لامل شوی. په ګاونډي یوګانډا کې هم اووه تایید شوې پېښې ثبت شوي، خو په امریکا کې تر اوسه د ایبولا هېڅ پېښه نه ده تایید شوې.

امریکايي مبلغ ډاکټر پیټر سټافورډ، چې په کانګو کې د ایبولا ټېسټ یې مثبت راغلی، د جرمني د برلین ښار د شاریته پوهنتون په روغتون کې بستر دی او روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی. د روغتون د ساري ناروغیو مشر ډاکټر لیف اریک ساندر خبریالانو ته ویلي، د هغه د بدن د ویروس اندازه "د اوونۍ په اوږدو کې په ډېرې چټکۍ سره راټیټه شوې"، چې ښايي د وایروس ضد درملنې له امله وي.