د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ په افریقا کې د سومالیا په نیمه خپلواکه ولایت پونټلینډ کې د داعش ډلې په وسله والو خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.
د افریقا لپاره د امریکا قومندانۍ (افریکام) ویلي چې سږ کال یې ۵۹ هوايي بریدونه ترسره کړي چې د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې تر ټولو لوړه شمېره ده. په تیرو کلونو کې، په افریقا کې د داعش په وړاندې یوازې څو هوايي بریدونه شوي و.
د سږ کال په اوږدو کې د امریکا د هوايي بریدونو ټولټال شمېر ۱۰۱ ته رسیږي چې پاتې ۴۲ یې په القاعدې پورې تړلې ترهګرې ډلې الشباب باندې شوي دي.
متحدو ایالتونو یوازې په دې میاشت (نومبر) کې لږ تر لږه اته هوايي بریدونه ترسره کړي چې پکې د سه شنبې د ورځې (د نومبر ۲۵) برید چې د ګولیس غرونو کې د داعش وسله وال په نښه کړل هم شامل دی، چیرې چې په پونټلینډ کې ځایي ځواکونه د نږدې یو کال راهیسې د دې ډلې د کمزوري کولو او احتمالي ماتې ورکولو لپاره په عملیاتو کې بوخت دي.
د افریقا لپاره د امریکا د قومندانۍ یوه ویاند د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۵مه) امریکا غږ ته وویل، "د سومالیا د فدرالي حکومت سره په همغږۍ، موږ خپلې هڅې جاري ساتو چې د داعش-سومالیا ډلې وړتیا کمزورې کړو چې د امریکا خاورې، زموږ ځواکونو او په بهر کې د امریکایی اتباعو لپاره ګواښ رامنځته نه کړی."
د افریکام دغه ویاند زیاته کړه: "که څه هم موږ دا مهال د عملیاتي امنیتي اندیښنو له امله نور جزئیات نه ورکو، موږ په سیمه کې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې لپاره له خپلو افریقایي شریکانو سره کار ته دوام ورکوو."
د تېر کال په ډسمبر کې د عملیاتو په پیل کې، په سیمه کې د داعش د جنګیالیو شمیر څه باندې زر تنه اټکل شوی و. څارونکي وايي، له هغه وخت راهیسې، داعش د جنګي عملیاتو او د متحدو ایالتونو او متحده عربي اماراتو د هوایي ملاتړ په پایله کې خپل سلګونه جنګیالي له لاسه ورکړي دي.
د سومالیا د داعش ډلې اکثره غړي د مراکش، ایتوپیا، سوډان، سوریې، تانزانیا او یمن بهرني جنګیالي دي.
د دې ډلې مشري شیخ عبدالقادر مومن کوي چې د متحدو ایالتونو له لوري د نړیوال ترهګر په توګه پېژندل کیږي.
د سومالیا د داعش ډله د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې د مومن او د جنګیالیو یوې ډلې د الشباب له ډلې څخه د جلا کیدو وروسته رامنځته شوه.
داعش د سومالیا له سوداګرو څخه د باج اخیستلو له لارې د ډیرو پیسو د راټولولو چې د خپلو نړیوالو شبکو د تمویل لپاره کاروي، بدنام دی.