اسرائیلي چارواکو د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۳۰) وویل چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله به د یکشنبې په ورځ بیا پرانیستل شي.
دا ګام د غزې لپاره د متحدو ایالتونو له لوري د سولې د وړاندې شوي پلان د دویم پړاو د پرمخ وړلو د هڅو یوه برخه ده.
کوګاټ (COGAT) یا د اسرائیل هغه پوځي اداره چې په فلسطیني سیمو کې ملکي پالیسۍ څاري، وویل چې د رفح پوله به د محدود پلی تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شي. پلي کسان به وروسته له هغې له دې پولې څخه د تېرېدو اجازه ولري چې د اسرائیل لخوا تائید/تصدیق شي او دا کار به د اروپايي ټولنې تر څارنې لاندې کیږي.
رفح د غزې یوازنۍ پوله ده چې له اسرائیل سره شریکه نه ده. د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې، دا به لومړي ځل وي چې د رفح پوله پرانیستل کیږي. اسراییلي ځواکونو په ۲۰۲۴ کې له حماس سره د دوه کلنې جګړې په مهال دا سیمه د حماس له ترهګرې ډلې څخه نیولی وه.
جګړه د تېر اکتوبر کې د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب، د اوربند له لارې ودرول شوه. د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند د ولسمشر ټرمپ د سولې پلان لومړی پړاو و چې په پایله کې یې حماس کمزوری شو.
سپینې ماڼۍ تېره اونۍ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې د رفح د بیا پرانیستلو د پلان اعلان وکړ. سپنې ماڼۍ په دې تړاو د غزې د ادارې لپاره د فلسطیني کمیټې د مشر، علي شعت، یو ویډیويي پيغام هم خپور کړ.
د غزې د چارو کمیټه به د متحدو ایالتونو په مشرۍ د سولې د بورډ لخوا څارل کیږي. کمیټه او بورډ دواړه چې د ټرمپ د سولې پلان د دویم پړاو برخې دي، په همدې میاشت کې جوړل شول.
اسرائیل تر دې مخکې ویلي وو چې د رفح پوله به یوازې د ران ګویلي د پلټنو له بشپړېدو وروسته خلاصه کړي. اسرائیل د دې اونۍ په پیل کې وویل چې د برمته شوي ران ګویلي جسد ترلاسه کړ. ګویلي وروستی اسرائیلي یرغمل و چې مړی یې په غزې کې د حماس ترهګرې ډلې له خوا ساتل شوی و.
ولسمشر ټرمپ او د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف، د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹) د کابینې په غونډې کې وویل چې د دوی پام اوس د غزې غیرنظامي کېدو ته اوړي چې د سولې پلان د دویم پړاو یوه بله برخه ده.
ټرمپ وویل: "او اوس موږ غواړو چې حماس هېڅ وسله ونلري، همداسې ده؟ چې بې وسلې شي."
ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "ډېرو خلکو ویل چې هغوی به هېڅکله بې وسلې نشي. داسې ښکاري چې هغوی به بې وسلې کیږي."
په دې غونډې کې ویتکاف وویل چې حماس "بل انتخاب نلري" مګر دا چې بې وسلې شي.
ویتکاف وویل: "هغوی به کلاشینکوفونه (په ځمکه) کیږدي."
د حماس چارواکو له اسرائیل سره د اوربند د پیل راهیسې په پرله پسې ډول په عامه اعلامیو کې بې وسلې کېدل رد کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي، مایک والټز، د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸) د دې سازمان د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې متحده ایالتونه به د حماس په ترهګرې ډلې فشار راوړي چې د سولې د پلان په اساس، د بې وسلې کېدلو ژمنه مراعات کړي.
والټز وویل: "هغوی باید پځپلې ژمنې عمل وکړي."