د کار وزارت رپوټ: امریکا کې کاري فرصتونه زیات شوي

د امریکا د کار او کارګر وزارت یو تازه راپور ښيي چې په تیره میاشت کې په دغه هېواد کې کاري فرصتونه له هغې اندازې ډیر لوړ و چې اټکل یې کېده.

د کار او کارګر وزارت د د احصائیې ادارې د جمعې د ورځې (مۍ اتمې) راپور ښيي چې د اپریل په میاشت کې په امریکا کې ۱۱۵ زره کاري فرصتونه زیات شوي او د بې روزګارۍ کچه ۴.۳ سلنه ده.

اقتصادپوهانو ویلي، له وخت څخه وړاندې ده چې په متحدو ایالتونو کې په کار روزګار باندې له ایران سره د امریکا او اسرائیل د شخړې د اغیزو اټکل وشي. دې شخړې د پټرول او ډیزلو بیې لوړې کړي دي، او همدارنګه د نورو هغو توکو قیمتونه هم لوړ شوي چې د هرمز د تنګي له لارې لېږدول کیږي.

اقتصادپوهانو د اپریل په میاشت په امریکا کې د ۶۲ زره کاري فرصتونو د زیاتوالي اټکل کړی و. د مارچ په میاشت کې ۱۷۸ زره دندې زیاتې شوې وې.

د کار او کارګر وزارت دغه میاشتنی رپوټ چې د متحدو ایالتونو نږدې ۸۰ سلنه کارګر په بر کې نیسي، د کروندو او غیردولتي ادارو کارکوونکي نه شمېري.

بل خوا، د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تازه تاوتریخوالي وروسته، د جمعې په ورځ (د مۍ اتمه) د خامو تیلو قیمتونه یو ځل بیا لوړ شول.

د تیرې یوې میاشتې راهیسې د روان اوربند سره سره، په خليج کې د امریکا او ایران ترمنځ د ډزو تبادلې او پر متحده عربي اماراتو باندې له تازه بریدونو وروسته، دواړو ښکېلو خواوو تازه تاوتریخوالی کم ارزښته ښودلی، خو پانګه وال یې په ناڅرګند حالت کې پرې ایښي دي.

د برینټ نړیوال معیار خامو تیلو قیمت نیم فیصد لوړ شوی او د یو بیرل بیه ۱۰۰.۵ ډالر ته رسېدلې ده.