امنیتي مامورینو د امریکا د کانګرس د غړې الهان عمر کور پلټلی دی

الهان عمر

د متحدو ایالتونو د فدرال مامورینو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۲مه) د جنايي پلټنو په ترڅ کې په واشنګټن ډي‌ سي کې د امریکا د استازو خونې د غړې الهان عمر کور پلټلی دی.

د امریکا عدلیې وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې تائید کړه چې د دغه هېواد د کورني امنیت د څېړنو د څانګې مامورینو د محکمې حکم په تر لاسه کولو سره، د هغې کور پلټلی دی.

د عدلیې وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل: «نن د واشنګټن ډي‌ سي په ساحه کې د کورني امنیت د څېړنو مامورینو،د پلټنې هغه حکم عملي کړ چې د عدلیې وزارت له لوري د قضايي جواز پر بنسټ شوی و. دا اقدام د فدرالي حکومت د هغو جنايي پلټنو یوه برخه ده چې لا هم دوام لري.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر جمهوریت غوښتونکو په وار وار په خپلو خبرو کې الهان عمر د کډوالۍ په اسنادو کې په فساد تورنه کړې وه او ویلي دي چې هغې له خپل ورور سره واده کړی- الهان عمر دا تورونه رد کړي دي.

هغې د دغې پلټنې په اړه په خپل غبرګون کې دا پلټنه «سیاسي ترهه» بللې ده.

الهان عمر په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «زه ښه یم. هېڅ تېروتنه مه کوئ: دا د سیاسي مخالفانو د هدف ګرځولو د فدرال د تنفیذ د قانون د وسیلې ګرځولو یوه هڅه ده. لس کاله کېږي چې ټرمپ د بې اساسه درواغو او بدنامه کمپاینونو له لارې ما هدف ګرځوي. دا د هغه د سیاسي ترهې د کمپاین تازه زیاتوالی دی. زه غلې نه شم.»

الهان عمر په کانګرس کې د مینيسوټا ایالت استازې ده. په دغه ایالت کې جمهوریت غوښتونکو ګوند د هغې د کور د پلټنې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې الهان عمر په خپله د شفافیت بیان ورکړی دی او «هېڅوک تر قانون لوړ نه دي».

د استازو په خونې کې د اقلیت مشر حکیم جیفریس او دوو نورو مشرانو کاتیرین کلارک او پیټ اګیولیر په دې اړه یو ګډ بیان خپور کړی او په دغې قضیې کې یې د شفافیت غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي دي: « د ګانګرس د غړې الهان عمر په کور د ټرمپ حکومت چاپه ډېره خواشینونکې ده او د ډونالډ ټرمپ د مخالفانو په وړاندې د فدرال حکومت له فساده د ډکې کارونې په اړه جدي پوښتنې مطرح کوي.»

د الهان عمر ویاندې جکلین راجرز د امریکا غږ ته په یو استول شوي بیان کې ویلي دي: «ډونالډ ټرمپ له یوې لسیزې راهیسې په پرله پسې توګه د کانګرس غړې الهان عمر د پاروونکو څرګندونو له لارې په نښه کړې او په وار وار یې او هغه یې هدف ګرځولې ده. اوس دا بریدونه د فدرالي ادارې لخوا د یوې بې ځایه پلټنې تر کچې رسېدلي. د کانګرس غړې هیڅ ډول غلط کار نه دی کړی. هیڅ ولسمشر باید ونه توانېږي چې د فدرال حکومت له واک څخه د خپلو سیاسي مخالفینو د ویرولو لپاره کار واخلي.»

جمهوریت غوښتونکې نانسي ماس، چې د الهان عمر کلکه منتقده ده، په دې اړه غبرګون ښودلی دی. هغې په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «نن سهار د کورني امنیت پلټونکو له لوري، چې د عدلیې وزارت حکم ورسره و، په کور چاپه وهلې او د راپور په اساس دا د هغې د کډوالۍ د اسنادو سره تړلې ده.»

نوموړې لیکلي دي: «میس لیکلي: «موږ هڅه وکړه چې د الهان عمر او د ادعا له مخې د هغه د میړه ورور د کډوالۍ ریکارډونه ترلاسه کړو. دواړو دموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو یې مخه ونیوله. که درغلي ثابته شي، هغه څخه تابعیت بېرته واخیستل شي او هیواد څخه وایستل شي.»

له سومالیا څخه راغلې کډواله الهان عمر په ۱۹۹۵ کال کې په متحدو ایالتونو کې مېشته شوه، هغه وخت دا ۱۲ کلنه وه او بیا په ۲۰۱۸ کې د مینیسوټا ایالت د مینا پولیس د پنځمې حوزې څخه کانګرس ته بریالۍ شوه، الهان عمر د هغو لومړیو مسلمانانو څخه ده چې د متحدو ایالتونو کانګرس ته لار کوي.

د هغې په کور دا چاپه داسې مهال وهل کېږي چې د نومبر په درېیمه نېټه په امریکا کې منځمهاله ټاکنې کېږي.