د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوریت غوښتونکي د استازو خونې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه الهان عمر شړي


الهان عمر د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې د دموکرات ګوند مسلمانه استازې ده
الهان عمر د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې د دموکرات ګوند مسلمانه استازې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې اکثریت لرونکي جمهوریت غوښتونکي هڅه کوي چې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه یوازینۍ مسلمانه دموکراته غړې الهان عمر وباسي.

په خټه سومالیایۍ امریکايي استازې الهان عمر د اسرائیل په خلاف د څرګندونو تاریخ لري او جمهوریت غوښتونکي غړي د هغه دا دریځ د استازو د خونې «سپکاوی» ګڼي.

الهان عمر په تېرې دورې کې، چې دموکرات په کې اکثریت لره، هم د دغې کمېټې غړې وه، خو په اوسنۍ دورې کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند په خونه کې اکثریت دي.

له دغې کمېټې څخه د ميرمن عمر د اېستلو طرحه جمهوریت غوښتونکي استازي مکس میلر، چې د ټرمپ په حکومت کې چارواکی و، چمتو کړې ده.

په دغې طرحې کې ویل شوي دي چې د الهان عمر «تبصرو د استازو خونې ته شرم راوړی دی» او باید د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه واېستل شي.

د استازو د خونې جمهوریت غوښتونکي مشر کوین مککارتي هم لیوال دی چې الهان عمر له دغې کمېټې څخه واېستل شي، هغه همدغه راز د استخباراتو کمېټې ته د دموکرات ګوند د دوو نورو غړو د ورتګ مخه هم نیولې وه.

الهان عمر تېره اونۍ ویلي وو چې د اسرائیل ملاتړي د امریکا د متحدو ایالتونو په استازي فشار راوړي چې «د یو بهرني هېواد سره هم» بیعت او تعهد ولري. د دې په دې څرګندونو باندې ځینې دموکرات استازي هم پاريدلي وو.

میرمن عمر بیا د دغو څرګندونو له کبله «بخښنه غوښتې» وه او د جمهوریت غوښتونکو له لوري د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه یې د لېرې کولو هڅه «سیاسي انګیزه» بللې وه.

هغې د یکشنبې په ورځ سي ان ان ته وویل: «د دې انګیزه دا حقیقت دی چې دغه ډېر استازي ان په دې باور نلري چې یو مسلمان، مهاجر او یو افریقايي دې په ګانګرس کې وي. د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې خو کار کول لېرې خبره ده.»

اسوشیتډپرس راپور ورکړی دی چې جمهوریت غوښتونکي استازي منتظر دي چې د موکرات ګوند الهان عمر بیا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معرفي کړي چې دوی یې بیا په اړه رایه اچونه وکړي. ټاکل شوې چې د الهان عمر په اړه د را روانې چهارشنبې په ورځ رایه ورکړل شي.

جمهوریت غوښتونکي داسې مهال له دغې کمېټې څخه د الهان عمر د اېستلو هڅه کوي چې د دوی د خپل ګوند د یو استازي جورج سانټوز په اړه هم ځینې پوښتنې پیدا شوې چې باید یې جمهوریت غوښتونکي ځواب کړي.

جورج سانټوز تېره ورځ اعلان وکړ چې له خپلې کمېټې څخه استعفا کوي. د «اخلاقي موازینو» کمېټه د هغه د فعالیتونو په اړه پلټنه کوي. جورج سانټوز د خپل تعلیم، کاري تجربې او د شخصي او رسمي ژوند په اړه معلومات ورکړي دي.

الهان عمر په تېر وخت کې هم د اسرائیل په تګلارې باندې انتقادونه کړي وو چې جمهوریت غوښتونکو استازو یې څرګندونې غندلې وې او بیا یې د اسرائیل حکومت بیا هغه هېواد ته د سفر اجازه هم نه ورکوله.

XS
SM
MD
LG