د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، باور لري چې اسراییل به په پای کې خپل ځواکونه د لبنان له جنوبي سیمو وباسي، ځکه د هغه په خبره، د اسراییلو حکومت خپله هم دې کار ته لېوالتیا لري.
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې. هغه وویل، د اسراییلي ځواکونو د ایستلو موضوع یې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره هم څېړلې ده.
ټرمپ وویل، د اسراییلو او لبنان ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ، دواړه هېوادونه د کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له یو بل سره د همکاریو پر لور ګامونه اخلي، او هیله یې څرګنده کړه چې د اسراییلي ځواکونو وتل به هم د همدې بهیر برخه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل، د شوې هوکړې وروستی هدف د اسراییلي ځواکونو وتل دي، خو زیاته یې کړه چې اسراییل خپلي امنیتي اندېښنې لري.
د هغه په وینا، د ولسمشر ټرمپ هڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکارۍ زمینه برابره کړې ده.
ټرمپ وویل، د اسراییلو او لبنان ترمنځ روان تفاهم یو مهم پرمختګ دی او باور لري چې دا به مثبتې پایلې ولري.
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې شوي چې اسراییلي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، تر هغو به خپل ځواکونه د لبنان له جنوبي سیمو څخه نه باسي، څو د دوی امنیتي اندېښنې په بشپړ ډول هوارې شوې نه وي.