د متحدو ایالتونو په منځګړتوب په پاریس کې د اسرائیل او سوریې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د دغو دوو سیمه ایزو غلیمانو ترمنځ نوي تفاهمونه رامنځ ته کړي دي.
دا خبره د متحدو ایالتونو او دوو ښکېلو غاړو له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې شوې. دا اعلامیه، چې د سه شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ویبسایټ کې خپره شوې، وايي د امریکا تر نظارت لاندې په دې وروستیو کې د اسرائیل او سوریې مقاماتو په پاریس کې لیدلي، خو د دغه ملاقات دقېقه نېټه نه ده ښودل شوې.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دا خبرې د «سوریې حاکمیت او ثبات، د اسرائیل امنیت او د دواړو هېوادونو سوکالۍ ته په درناوي متمرکزې» وې او ځینو «تفاهمونو» ته یې لارې پرانیستلې.
اعلامیه وايي چې اسرائيل او سوریې «د دواړو هېوادونو لپاره د دوامداره سولې او ثبات د ترتیباتو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو ژمنو بیا تاکید» وکړ، دا دواړه هېوادونه په ۱۹۷۴ کې له توافق وروسته، چې یو کال مخکې یې ترمنځ اوږده جګړه ودروله، په جنګي حالت کې پاتې دي.
دغه ګډه اعلامیه وايي چې سوریې او اسرائيل «د یو ګډ میکانیزم د جوړولو پرېکړه وکړه- د افهام او تفهیم یوه ژمنه شبکه- چې د متحدو ایالتونو تر نظارت لاندې د دوی ترمنځ په عاجله او دوامداره توګه د اطلاعاتو شریکول، د پوځي شخړو کمول، دپلوماتیک تعامل او تجارتي فرصتونه اسان» کړي. اعلامیې څرګنده کړې ده چې دا «میکانیزم به د هر ډول شخړو د عاجل حل او ناسم افهام او تفهیم د مخنیوي لپاره یو چوکاټ برابر» کړي.
اعلامیه وايي چې متحده ایالتونه دا «مثبت اقدامات ستايي» او «په منځني ختیځ کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د پراخو هڅو د برخې» په توګه د دغو اقداماتو تطبیق ته ژمن دی.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر د سه شنبې د ورځې په اعلامیې کې ویلي دي چې اسرائیل د پاریس په خبرو کې «د خپلو اتباعو د امنیت د تضمین او د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د ګواښونو د مخنیوي په ارزښت ټېنګار» کړی دی.
د نتنیاهو دفتر همدغه راز ویلي دي چې دا توافق هم وشو چې «د مشترکو ګټو د پرمختګ او په سوریې کې د دروز اقلیت د خوندیتوب په اړه به دا خبرې» روانې وې.
د اسرائیل او سوریې مذاکره کوونکو د متحدو ایالتونو په منځګړتوب تېرکال د جولاۍ او اګست په میاشتو کې په پاریس کې دوه ځلې خبرې وکړې، خو کوم پرمختګ په کې ونه شو.
اسرائیل د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې د سوریې په جنوب کې هغه سیمه ونیوله چې ملګرو ملتونو غیر پوځي اعلان کړې او د دې کار دلیل د اسلامپالو غلیمو ځواکونو له بریدونو څخه د خپلې خاورې د حفاظت اړتیا بولي.
دا کار په هماغه میاشت کې وشو چې یوې اسلامي یاغي ډلې د سوریې دکتاتور بشارالاسد رژیم له واک څخه لېرې کړ.
اسرائیل همدغه راز ویلي چې دا سیمه یې په سوریې کې د اسلامپالو له بریدونو څخه د خپل ایتلافي دروز اقلیت د خوندیتوب لپاره نیولې، دروز اقلیت په نیول شوې سیمې او ورڅېرمه کې اوسېږي.
سوریې له اسرائيل څخه غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو له دغې مشخصې شوې سیمې څخه ووځي او د دروز اقلیت او اسلامپالو ترمنځ تاوتریخوالی خپله داخلي مسئله بولي.