سپینې ماڼۍ تایید کړې چې امریکا د مکسیکو له حکومت سره استخباراتي مرسته کړې وه چې په ترڅ کې یې د یکشنبې په ورځ په ترسره شویو عملیاتو کې په امریکا او مکسیکو کې د نشه يي توکو پورې د تړلو ترهګرو مشرانو څخه یې یو ووژل شو.
نیمېسیو اوسېګېرا سېروانټېس، چې په "اِل مېنچو" مشهور و د مکسیکو د فدرالي ځواکونو له خوا د جالیسکو ایالت د تالپالپا د ښارګوټي په عملیاتو کې ووژل شو.
سپینې ماڼۍ ویلي چې اِل مېنچو د مخدره توکو یو بدنام ه قاچاقبر او د جالیسکو د نوې نسل کارټل چي د (CJNG) په نوم د ډلې مشر و، ووژل شو. دا ډله له هغو اتو کارټلونو څخه یوه ده چې تېر کال امریکا د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومولې وه.
د امریکا متحده ایالتونه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې د هغه د نیولو او یا محکومېدو په اړه د معلوماتو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره انعام هم ټاکلی و.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارلین لیوېټ د یکشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ال مېنچو نیول د مکسیکو او امریکا د چارواکو لپاره یو مهم هدف و، ځکه دی د هغو سترو قاچاقبرانو څخه یو و چې امریکا ته یې د فېنټانېل په قاچاق کي لاس درلود.
د لیوېټ په وینا، له ال مېنچو سره یوځای د کارټل درې نور غړي هم د مکسیکویي ځواکونو لخوا ووژل شول، درې نور ټپیان شوي او دوه نور نیول شوي هم دي.
د ال مېنچو وژل کېدل په مکسیکو کې پراخ تاوتریخوالی راوپارولی، ځکه وسله والو نشه يي ډلو په ښکاره غچ اخیستنو ته لاس پورې کړی او د تېلو پمپ سټېشنونو په ګډون یې پر سوداګریزو ځایونو بریدونه وکړل. ځينو ودانیو ته یې اور اچولای دی او په ګڼو ښارونو کې یې سړکونه هم وتړل. په دې کې پورتو ویارتا او ګوادالاهارا ښارونه تر ټولو زیات ځپل شوي دي.
د ال مینچو د مکسیکو او امریکا د چارواکو دپاره یو مهم هد
تاوتریخوالي پر هوايي ډګرونو هم اغېز کړی، چې له امله یې ځینې پروازونه لغوه شوي او سیلانیان په هوټلونو کې بند پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپره کړای شوې سفري سپارښتنه کې له هغو امریکايي وګړو چې د مکسیکو په ځینو سیمو کې دي وغوښتل چې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي او له سفر څخه ډډه وکړي. په سپارښتنه کې تایید شوې چې د سړکونو بندیدنې د هوايي شرکتونو پر فعالیت اغېز کړی او په ګوادالاهارا او پورتو ویارتا دواړو کې ځینې کورني او نړیوال پروازونه لغوه شوي دي.
د مکسیکو ولسمشره کلاودیا شېنباوم په ایکس کې په یوه پوسټ کې د خلکو د ارامیدلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد په ډېرو برخو کې «چارې په بشپړه توګه عادي روانې دي.»