په امریکا کې د هوايي چلند، بانکي او ټکنالوژۍ سیستمونو پرله‌پسې تخنیکي ستونزې

په امریکا کې د هوايي چلند، بانکي خدماتو او ټکنالوژۍ په بېلابېلو سیستمونو کې پرله‌پسې تخنیکي ستونزو د خلکو ورځني فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

د یونایټډ ایرلاینز د کمپیوټري سیستم د څه باندې ۹۰ دقیقو بندښت له امله د دوشنبې په ورځ د نوامبر ۱۶مه د دغه شرکت ګڼې الوتنې له ځنډ سره مخ شوې. شرکت ویلي چې په ستونزو کې د سایبري برید نښې نه دي موندلې.

په همدې ورځ د امریکا د جي‌پي مورګن چیس بانک په کمپیوټري سیستم کې هم تخنیکي ستونزې رامنځته شوې چې له امله یې زرګونو پېرودونکو خپلو انلاین بانکي حسابونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی و. د امریکا د ځینو نورو بانکونو پېرودونکو او د زېل (Zelle) د پیسو لېږد خدمت کاروونکو هم د ستونزو راپورونه ورکړي دي.

د چیس بانک یوه ویاند ویلي چې ستونزه د دغه بانک په یوه داخلي سخت‌افزاري سیستم کې د سافټویر د نیمګړتیا له امله رامنځته شوې او له سایبري برید سره تړاو نه لري.

دا ستونزې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې د مایکروسافټ د برېښنالیک او نورو کاري خدمتونو سیستمونه هم د څو ساعتونو لپاره له پراخ بندښت سره مخ شوي وو.

مایکروسافټ ویلي چې په جولای میاشت کې په سافټویر کې یوه نیمګړتیا رامنځته شوې وه، خو د ازموینو پر مهال نه وه پېژندل شوې. د شرکت په وینا، د کاروونکو د شمېر زیاتېدو او د سرورونو د ظرفیت کمېدو له امله د نومبر په ۱۲مه دغه نیمګړتیا د سیستمونو د پراخې ګډوډۍ لامل شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هوايي چلند د سیستم د ستونزو په اړه وویل چې د دغه هېواد د هوايي ترافیک د کنټرول تجهیزات ډېر زاړه دي او په ځینو مواردو کې تر ۵۰ کلونو زیات عمر لري.

ټرمپ له کانګرس څخه وغوښتل چې د هوايي ترافیک د کنټرول د سیستم د عصري کولو لپاره اړینې بودجې ته منظوري ورکړي.

ولسمشر وویل، د امریکا د هوايي چلند سیستم د عصري کولو لپاره د زړو تجهیزاتو پر ځای د نویو وسایلو نصبولو ته اړتیا ده.