امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد په ګډې مبارزې ټینګار کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف، سره په لیدنه کې د غزې، ترهګرۍ او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

مارکو روبیو او شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۹) په واشنګټن کې ملاقات وکړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې په دې لیدنه کې مارکو روبیو په بلوچستان کې د جنورۍ د ۳۱ نېټې برېدونو او په اسلام اباد کې د فبرورۍ د شپږمې نېټې د بمي برید په تړاو خپل تسلیت وړاندې کړ او "د ترهګرۍ په ضد د دواړو هېوادونو د مشارکت د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ".

اعلامیه زیاتوي چې په دې لیدنه کې روبیو د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان څخه د پاکستان د ملاتړ او "د سولې بورډ د بنسټ اېښودونکو په افتتاحیه غونډه کې د ګډون لپاره مننه وکړه".

د سولې بورډ افتتاحیه غونډه د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ډونالډ جې. ټرمپ د سولې په انستیتوت کې وشوه. په دې غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون، د ۴۷ هېوادونو او د اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی و.

مارکو روبیو د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې "د حیاتي منرالونو" په اړه د پرمختګ او ګډ مشارکت پر اهمیت هم بحث وشو.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق دار، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د روبیو او شریف د لیدنې ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې پاکستان د متحدو ایالتونو څخه خپلې اوږدمهاله اړیکې ته ارزښت ورکوي.