د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې د آسیان په اړوندو غونډو کې د ګډون لپاره مانیلا ته رسېدلی چې د امریکايي صادراتو پراخول، سوداګریز تړونونه او سیمهییزې اړیکې د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو دي. له فلیپین وروسته، د چین په شېنژن ښار کې د نومبر د ۱۸ او ۱۹ اپېک غونډه د هغه د سفر بله برخه ده.
آسیان د سوېل ختیځې اسیا د یوولسو هېوادونو ټولنه ده. امریکا او چین یې غړي نه دي، خو د دې ټولنې مهم شریکان دي. اپېک بیا د اسیا او ارام سمندر د ۲۱ اقتصادونو د اقتصادي همکاریو جوړښت دی.
د سیاسي چارو شنونکی کېوېن پېرېز الن امریکا غږ سره په مرکه کې وويلي: «واشنګټن اوس دوه شیان غواړي: لومړی، د سوېل ختیځې اسیا له هېوادونو ډېر کانیز مواد واخلي؛ او دویم، د دغې سیمې هېوادونه ډېر امریکايي محصولات وپېري.»
د دې همکاریو یوه بېلګه له مالیزیا سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر سوداګریز تړون دی. د سپینې ماڼۍ د ګډې اعلامیې له مخې، مالیزیا ژمنه کړې وه چې امریکا ته به د مهمو کانیزو موادو او نادرو ځمکنیو عناصرو پر صادراتو بندیز یا سهمیه نه لګوي. په اعلامیه کې د الوتکو او امریکايي مایع طبیعي ګاز د پېرلو معاملې هم یادې شوې دي.
پېرېز الن وايي، امریکايي شرکتونه غواړي چې دیپلوماتیکې خبرې په عملي قراردادونو او د امریکايي توکو د پېرلو په ژمنو بدلې شي.
له چین سره په اړیکو کې بیا سوداګریزې تعرفې او پرمختللو کمپیوټري چېپونو ته لاسرسی مهم موضوعات دي. د الن په اند، بیجینګ غواړي امریکا ورته د پرمختللو چېپونو پلور ته دوام ورکړي او دواړه خواوې تعرفې راکمې کړي.
خو واشنګټن د نومبر پر شپاړسم د پرمختللو امریکايي چېپونو او په بهرنیو ډاټا سنټرونو کې د کمپیوټري ځواک کارولو ته د چین د لاسرسي د محدودولو نوي مقررات اعلان کړل؛ هغه اقدام چې د سوداګریزو خبرو ترڅنګ د ټکنالوژۍ پر سر د دواړو هېوادونو اختلافونه هم څرګندوي.