ټرمپ د چین او روسیې له مشرانو سره له لیدنو وروسته اسیا ته خپل سفر پای ته ورساوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپېک د مشرانو په غونډه کې له ګډون وروسته، واشنګټن ته روان ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) اسیا ته خپل سفر د اسیا-پسفیک اقتصادي همکارۍ (اپېک) په سرمشریزه کې له ګډون او د چین او روسیې له مشرانو سره له مهمو لیدنو وروسته پای ته ورساوه.

د سپینې مانۍ د اعلامیې له مخې، په درې اړخیزې غونډې کې مشرانو د ملګرو ملتونو پر اصلاحاتو، د نفتي محصولاتو د تولید او عرضې پر زیاتولو، د دولتونو د حاکمیت او د چارواکو د مصونیتونو پر درناوي او د نړیوالې جنايي محکمې د صلاحیتونو پر سمې کارونې ټینګار کړی دی.

درې واړو مشرانو دغه راز وویل چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او د اټومي خطرونو د کمولو لپاره به خبرو ته دوام ورکړي. خو د اوکراین او ایران د جګړو د پای ته رسولو په اړه کومه مشخصه هوکړه اعلان نه شوه.

د ټرمپ او شي جین پینګ لیدنه؛ سوداګري او د هرمز تنګي امنیت

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په جلا لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو او امنیتي اړیکو خبرې وکړې. ټرمپ د دغې لیدنې په پیل کې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې «مثبتې» او «رغنده» وبللې او ویې ویل چې دواړه هېوادونه د هرمز له تنګي څخه د انرژۍ د لېږد د دوام او د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي په اړه ګډ دریځ لري. خو د دغې ستراتیژیکې اوبلارې د امنیت لپاره د کوم نوي عملي پلان جزئیات اعلان نه شول.

د امریکا ولسمشر ډونالند ټرمپ او د چین ولسمشر شی جینګ پینګ

د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل چې د دواړو هېوادونو ګډ سوداګریز پلاوي د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په متوازن کولو کې مرسته کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا او چین د شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر توکو د ګمرکي تعرفو د متقابل کمښت وړاندیز کړی دی. په دې وړاندیز کې نږدې ۱۷ میلیارد ډالره هغه کرنیز محصولات هم شامل دي چې له امریکا څخه چین ته صادرېږي. خو دغه وړاندیز لا وروستی شوی نه دی. د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل، له ټرمپ سره همکارۍ ته چمتو دی څو د دواړو هېوادونو اړیکې په «سم لوري» روانې وساتي. نوموړي په دغو اړیکو کې پر متقابل درناوي، برابرۍ او متقابل چلند ټینګار وکړ.

سره له دې، پرمختللو زبر ځیرکتیا یا مصنوعي ځیرکتیايي چپونو ته د چین د لاسرسي، د مهمو معدني موادو د صادراتو او سوداګریزو محدودیتونو په اړه د دواړو هېوادونو اختلافات لا هم پاتې دي. د امریکا او چین ترمنځ اوسنی موقتي سوداګریز جوړجاړی، چې د نومبر په لومړیو کې تمدید شوی و، د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې پای ته رسېږي.

ټرمپ د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه غونډه تاریخي وبلله

د امریکا ولسمشر د چین او روسیې له ولسمشرانو سره درې اړخیزه غونډه «تاریخي» وبلله او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ یې د مستقیمو خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه او شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ. ټرمپ تر غونډې وړاندې وویل چې امریکا، روسیه او چین د نړۍ د درېیو سترو هېوادونو په توګه ځانګړی مسوولیت لري څو د هغو مسئلو په اړه ازادې، درناوي ته ژمنې او ګټورې خبرې وکړي چې اغېزې یې پر ټوله نړۍ پرېوځي.

دا مطلب هم ولولئ

ټرمپ په درې اړخیزه غونډه کې: اټومي بم ته د ایران د لاسرسي مخنیوی کوو

ټرمپ وویل: «په تېرو وختونو کې مشرانو ډېری وخت له هغو هېوادونو سره له خبرو ډډه کوله چې اختلافات یې ورسره درلودل. خو موږ برعکس فکر کوو. د خبرو له کولو څخه په انکار هېڅ ستونزه نه ده حل شوې او د خبرو او تعامل د فرصتونو په کمولو هېڅکله سوله نه ده رامنځته شوې. موږ په ګډه یوه بله لار غوره کوو.»

د اټومي وسلو د کنټرول، د اوکراین جګړې، د ایران وضعیت او نړیوال امنیت مسئلې د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې. ټرمپ د اټومي وسلو د کمولو په اړه وویل: «متحده ایالات، روسیه او چین په داسې ځانګړي دریځ کې دي چې کولای شي په نړۍ کې د اټومي وسلو د شمېر د کمولو او همدارنګه د دغو وسلو د کارولو د خطر د راټیټولو پر څرنګوالي خبرې وکړي.»

خو تر دغې غونډې وروسته د اټومي وسلو د کمولو یا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د کومې جامع هوکړې اعلان ونه شو.

پوتین: د اوکراین مسئله مو له ټرمپ او شي سره مطرح کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د درې اړخیزې غونډې پر مهال وویل چې مسکو، واشنګټن او بیجینګ د سیمه‌ییزو شخړو د حل لپاره ګډې ګټې لري. پوتین وویل: «زموږ هېوادونه د سیمه‌ییزو شخړو په حل کې ډېرې ګډې ګټې لري. په دې کې د اوکراین شخړه هم شامله ده. پرون مو په دې اړه د چین له ولسمشر سره خبرې وکړې او نن مو د امریکا د ولسمشر په نوښت، په خپلې دوه اړخیزې لیدنې کې دې موضوع ته د پام وړ پاملرنه وکړه.»

د روسیې ولسمشر همدارنګه وویل چې درې واړه هېوادونه د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو ګډ مسوولیت لري او د متقابل درناوي، برابرۍ او د ګټو د توازن پر بنسټ همکارۍ کولای شي نړیوال ثبات پیاوړی کړي.

پوتین زیاته کړه: «موږ همدارنګه د معاصرې زمانې له ګواښونو او ننګونو سره په مبارزه کې، لکه نړیواله ترهګري، له پولو هاخوا سازمان شوي جرمونه او نورې ورته مسئلې، ګډې ګټې لرو.»

شي جین پینګ د سترو قدرتونو ترمنځ د همکاریو غوښتنه وکړه

د چین ولسمشر شي جین پینګ، چې د درې اړخیزې غونډې کوربه و، د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

شي وویل: «نننۍ نړۍ نور د یو بل څخه د جلا ټاپوګانو ټولګه نه ده. زه ډېر ځله وایم چې بشریت په یوه نړیوال کلي کې ژوند کوي، چې ټول پکې یو ځای پرمختګ کوي او یو ځای له ستونزو سره مخ کېږي او ګډ راتلونکی لري. په دې نړیوال کلي کې ستر قدرتونه ځانګړی مسوولیت لري. د سترو قدرتونو ترمنځ مثبت تعامل اختیاري انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده.»

د چین ولسمشر وویل، امریکا، روسیه او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درېیو دایمي غړو په توګه باید د نړیوالو ننګونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

د اپېک غونډه او د امریکا اقتصادي لومړیتوبونه

د اپېک سرمشریزه، چې د اسیا او ارام سمندر د سیمې ۲۱ اقتصادونه پکې غړیتوب لري، د سوداګرۍ، پانګونې، اقتصادي ودې او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړه شوې وه.

د امریکا لپاره د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه له سیمه‌ییزو شریکانو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د ټکنالوژۍ په برخه کې سیالي او اقتصادي همکارۍ وې.

د ټرمپ د سفر په ترڅ کې له چین او روسیې سره خبرې د اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د نړیوال امنیت او روانو جګړو پر مسئلو هم متمرکزې وې. که څه هم د دغو لیدنو په ترڅ کې مشرانو د خبرو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ، خو د اټومي وسلو، د اوکراین جګړې او د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د مهمو سوداګریزو اختلافاتو د هواري لپاره د کومې پراخې او وروستۍ هوکړې اعلان ونه شو.