روبیو د خپل بریتانیوي سیال سر پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې کړي

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بریتانیا د باندنیو چارو د وزیر ډیویډ لمي سره پرون د دوشنبې په ورځ خبرې کړي دي.

دواړو خواوو پر یو لړ نړیوالو مسایلو بحث کړی دی چې په کښې په غزه کې روان بشري ناورین، د روسیې او اکراین جګړه او د ایران او سودان اړوند مسلې شاملې وې.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې تمي بروس په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د باندنیوچارو وزیر روبیو او د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر لمي په غزه کې د اروبند پر څرنګوالي هم بحث کړی دی چې څنګه اوربند کولای شي په غزې کې روان بشري ناورین پای ته ورسوي په داسې حال کې چې د حماس تروریستي ډله اوس هم خنډونه جوړوي او دغه راز څنګه یرغمل شوي کسان بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړای شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزرات پرون د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د فلسطیني ترهګرو ډلو له خوا د اسرایلي یرغمل شویو کسانو د ویډیوګانو خپرولو د ولسمشر ټرمپ او باندنیو چارو وزیر روبیو هوډ لا زیات غېښتلی کړی دی چې په غزې کې د حماس ترهګریزه حکمراني « د تل دپاره» پای ته ورسوي.

د روسیې او اوکراین د جګړې په هکله میرمن بروس وویل چې د امریکا جګپوړي ډيپلومات د خپل بریتانیوي سیال سره پر دې موافقه وکړه چې دغه جګړه « باید پای ته ورسېږي.»

ولسمشر ټرمپ وايي چې ځانګړی استاځی سټیف ویټکاف به روانه اونۍ روسیې ته سفر وکړي په داسې حال کې چې ماسکو د جمعې د ورځې د مهلت سره مخ دی چې د درې نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو دپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

دغه راز میرمن بروس وویل چې دواړو، ښاغلي روبیو او ښاغلي لمي پر دې « ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله اټمي وسلې ترلاسه نکړي او دغه راز یې په سودان کې د روانې شخړې په هکله هم خبرې وکړې.»