روسیې د پنجشنبې په سهار د بېپیلوټه الوتکو او کروز توغندیو په وسیله د اوکراین پلازمېنه کییف په نښه کړ.
اوکرایني چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې څو ودانیو ته زیان رسېدلی، چې هغه ودانۍ هم پکې شامله ده چې یوه برخه یې نړېدلې او احتمال شته چې اوسېدونکي یې تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارو ویلي چې په دې بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر، ایهور کلیمنکو، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یوې ودانۍ لس تنه اوسېدونکي لا هم لادرکه دي.
د کییف د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچنکو، وویل چې د ښار په بېلابېلو برخو کې څو استوګنیز کمپلکسونه په نښه شوي او د بېړنیو حالاتو کارکوونکي هڅه کوي هغه کسان وژغوري چې تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي.
اوکرایني چارواکي وایي چې د تېرو دوو ورځو اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د روسیې له خوا د کییف او د دغه هېواد نور ښارونه په سلګونو بېپیلوټه الوتکو سره په نښه کړي دي.