زیلینسکي د اوکراین لپاره د روښانه امنیتي تضمینونو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې د هغه حکومت غواړي له لویدیځو متحدینو څخه د روسیې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د خپل هېواد د خوندي کولو لپاره ځانګړي او عملي تضمینونه ترلاسه کړي.

د اوکراین له خصوصي [1+1] ټلویزیون سره په یوه مرکه کې، زیلینسکي وویل مهمه دا ده چې ژمنې په لیکلي بڼه وي، په ځانګړې توګه ددې روښانه کول که روسیه بیا برید وکړي، نو څوک، په څه امکاناتو او څه وخت به غبرګون کیږي.

د زیلینسکي دا څرګندونې په بروکسل کې له دوه ورځنيو خبرو اترو وروسته وشوې، چېرته چې د متحده ایالتونو، بریټانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي ټولنې چارواکو، د نړیوال بانک او د بلک راک پانګونې شرکت له استازو سره یوځای، له جګړې وروسته بیارغونې، تر ۲۰۲۷ کال پورې مالي مرستو او د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه باندې بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوېډه راتلونکې اونۍ، د اوکراین، روسیې او متحده ایالتونو استازي په ابوظبي کې درې اړخیزې خبرې اترې ترسره کړي؛ دا به د فبرورۍ راهیسې د دغو هېوادونو ترمنځ د سولې لومړنۍ درې اړخیزه ناسته وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د مسکو له استازي کریل ډیمیتریف سره تر لیدنې وروسته وویل د یوې لویې هوکړې ترلاسه کیدل ممکن دي خو نوموړي د خپلو خبرو په اړه هېڅ جزئیات وړاندې نه کړل.

بلخوا اروپايي ټولنې په لنډ وخت کې د یوې هوکړې د ترلاسه کیدو په اړه شک ښودلی دی. د اروپايي کمیسیون یوه ویاند وویل چې هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم ډېر کار پاتې دی، او ټینګار یې وکړ چې د پرمختګ لپاره، روسیه هم باید اړین چمتووالی او اراده وښیي.

کرملین همدارنګه ویلي د هغې احتمالي هوکړې په اړه چې ټرمپ یې یادونه کړې، هېڅ جزئیات نه لري.

په داسې حال کې چې د دیپلوماتیکو هڅو سره په یو وخت جګړه هم روان ده. د شپې له خوا د روسیې د ډرون الوتکو په بریدونو کې د اوکراین په اوو سیمو کې بریښنا بنده شوېده.

په ورته وخت کې، د اوکراین په سوېل ختیځ کې د بشري مرستو د وېش پر یوه مرکز د روسیې د رهبري کیدو بم د لګیدو له امله د مړو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی دی.