د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره په جلا لیدنو کې د هرمز تنګي د امنیت او د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر ډیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ونس او آل ثاني د سهشنبې په ورځ په سیمه کې د کړکېچ د کمولو او امنیت د ټینګولو پر ګډو هڅو خبرې وکړې. سپینې ماڼۍ د دې لیدنې د جزییاتو په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب نه و ورکړی.
روبیو او آل ثاني د دوشنبې ورځې تر لیدنې وروسته په ګډه اعلامیه کې وویل چې له هرمز تنګي څخه د بېړیو خوندي او بېخنډه تګ راتګ د سیمې د امنیت، د انرژۍ د باوري عرضې او د نړیوال اقتصاد د ثبات لپاره اړین دی.
دا لیدنې داسې مهال وشوې چې روانه میاشت په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه زیات شوي دي. ایران د سهشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په تنګي کې درې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې دي. امریکا غږ په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه دی کړی. د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې (UKMTO) په جلا راپور کې وویل چې د دوشنبې په ورځ په تنګي کې درې بېړۍ په نامعلومو توغول شویو شیانو لګېدلې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په دوحه کې وویل چې د کړکېچ زیاتېدل د منځګړیتوب هڅو ته زیان رسوي. هغه پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي او د ډیپلوماتیک حل ملاتړ وکړي.