امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول؛ قطر د مذاکراتو د بیا پیلیدو هڅې کوي

پر ایران د امریکا تازه بندیزونه
پر ایران د امریکا تازه بندیزونه

متحده ایالاتو د ایران پر نړیوالو مالي شبکو نوي بندیزونه لګولي، په داسې حال کې چې د امریکا لوړپوړو چارواکو د قطر له صدراعظم سره د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د هواري پر دیپلوماتیکو هڅو خبرې کړې دي.

د امریکا د مالیې وزارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۳ مه پر ۲۲ شرکتونو او اتو کسانو بندیزونه ولګول چې د دغه وزارت په وینا، نړیوال مالي سیستم ته د ایران د لاسرسي زمینه برابروي. په دغو بندیزونو کې د اسعارو د تبادلې مرکزونه، مالي منځګړي او هغه تش په نامه شرکتونه دي چې ګټه یې ایران ته رسیږي.

واشنګټن وايي، دغه اقدامات د ایران د غیررسمي بانکي شبکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره شوي چې له لارې یې تهران د خپلو صادراتو په ګډون د میلیاردونو ډالرو مالي راکړې ورکړې ترسره کوي. د نوي بندیزونو سره سم د ایران په ازاد بازار کې د سه‌شنبې په ورځ، د لیندۍ په درېیمه، د یوه امریکايي ډالر بیه ۲۸۵ زره او ۲۰۰ تومانو ته ورسېده او نوی ریکارډ یې جوړ کړ. د تهران پر وخت د ماسپښین په څلورو بجو د یوه ډالر وروستۍ ثبت شوې بیه ۲۸۴ زره او ۶۹۵ تومانه وه. دا د تېرې ورځې د پای د بیې په پرتله تر پنځه سلنې ډېر لوړوالی ښيي. مخکینی ریکارډ د لړم په ۱۲مه ثبت شوی و، چې د یوه ډالر بیه ۲۷۴ زره او ۵۰۰ تومانو ته رسېدلې وه. د ډالر بیه وروسته له هغه یو ځل بیا لوړه شوه چې امریکا نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د مالیی وزیر سکاټ بیسینټ
د امریکا د مالیی وزیر سکاټ بیسینټ

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د وږي په درېیمه، پر اېکس لیکلي وو چې «د ډالر بیه به ۳۰۰ زره تومانو ته ورسېږي.» نوموړي د لیندۍ په دویمه ولیکل چې «د ایران [د رژیم] اقتصاد د ډوبېدو په حال کې دی.»

د امریکا د مالیې وزارت په همدې ورځ تر ۲۴ ډېرو صرافیو او شرکتونو بندیزونه ولګول. دغه صرافۍ او شرکتونه د پټې بانکدارۍ له شبکې سره تړلي وو. بېسنټ تر دې مخکې اټکل کړی و چې د کب تر پایه به د ایران اقتصاد ۲۵ سلنه راکم شي.

په همدې حال کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره جلا جلا کتنې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (ښي لوري ته) او د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۳مه په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې تر خپلې دوه اړخیزې ناستې مخکې له خبریالانو سره د لیدو لپاره روان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (ښي لوري ته) او د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۳مه په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې تر خپلې دوه اړخیزې ناستې مخکې له خبریالانو سره د لیدو لپاره روان دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې منځګړي پر داسې وړاندیزونو کار کوي چې پر ایران د ځینو بندیزونو کمول، په هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د ستونزو هوارول او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو بیا پیل پکې شامل دي.

بلخوا، د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د سه شنبې په ورځ وویل، تر هغه چې واشنګټن د تهران اووه شرطونه نه وي منلي، ایران به له متحده ایالاتو سره مذاکرات ونه کړي. د راپورونو له مخې، د اقتصادي بندیزونو لرې کول، د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول او د ایران د ضبط شویو شتمنیو ازادول د تهران د غوښتنو برخه ده. واشنګټن ټینګار کوي چې له تهران سره هر ډول تلپاتې هوکړه باید اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي

XS
SM
MD
LG