د متحدو ایالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۷مه د ۹۰۱ میلیارد ډالرو د دفاعي لګښتونو لایحه تصویب کړه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته د لیړولو لپاره وروستی خنډ هم لرې شو. دا لایحه د ټرمپ د ادارې له تقاضا څخه ۸ میلیارد ډالر زیاته ده.
دا لایحه، چې د ملي دفاع د واک ورکولو قانون (NDAA) په نوم پیژندل کیږي، د ۷۷ موافقو او ۲۰ مخالفو رایو سره تصویب شوه، چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د جوړجاړي استازیتوب کوي.
پدې کې د متحدو ایالتونو د دفاعي وړتیاو د عصري کولو، د پنټاګون په تدارکاتي پروسې کې د اصلاحاتو، او د متحدو ایالتونو د نظامي پرسونل لپاره د ۳.۸ سلنې معاش زیاتوالي لپاره احکام شامل دي.
دا لایحه تېره اونۍ د استازو جرګې لخوا د ۳۱۲ موافقو او د ۱۱۲ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
د سنا د اکثریت مشر جان ټون د لایحې له تصویب وروسته د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "د سږ کال د ملي دفاع قانون د هغو تاریخي پانګونو پر بنسټ جوړ شوی چې جمهوري غوښتونکو په 'یوې لویې ښکلې لایحه' کې کړي، چې زموږ د پوځيانو ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې زموږ هیواد هغه جنګي ځواک لري چې د مخالفینو د مخنیوي او سولې او ثبات د ودې لپاره ورته اړتیا لري."
"یوه لویه ښکلې لایحه" هغه قانون و چې په جولای کې د ولسمشر ټرمپ لخوا لاسلیک شو چې پکې د متحدو ایالتونو د طلایي ګنبد په نوم د توغندیو دفاعي سیسټم لپاره تمویل او د چمتووالي لپاره د پوځ عصري کول شامل وو.
ټون وویل: "زه خوشاله یم چې سږکال سنا دې مهم قانون ته هغه وخت پاملرنه ورکړه چې په کار وه، او زه خوشاله یم چې موږ وکولی شو دا بریالی کړو."
د ملي دفاع د واک ورکولو د قانون له مخې، پر سوریې د امریکا بندیزونه لرې کېږي، چې دا هغه اجرایوي فرمان منعکس کوي چې ټرمپ په جولای کې لاسلیک کړ ترڅو د هیواد مشرانو ته د هیواد د ثبات لپاره فرصت ورکړي.
ډیموکراټې سناتورې جین شاهین په سوریې باندې د بندیزونو د لرې کولو هرکلی وکړ.
هغې په یو بیان کې وویل: "دا ګام به د امریکا ملي امنیت ته وده ورکړي، په یوه بې ثباته سیمه کې به ثبات ته وده ورکړي، د داعش د خوندي ځای له منځه وړلو کې به مرسته وکړي، او د ایران د خطرناکه نفوذ مخه به ونیسي."
دا لایحه اوکراین ته د راتلونکو دوو کلونو لپاره هر کال د ۴۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې اجازه ورکوي او د هند-ارام سمندر سیمه کې د متحدو ایالتونو دفاعي نوښتونه پیاوړي کوي ترڅو "د تایوان دفاع پیاوړې کړي او د هند-ارام سمندر د متحدینو ملا وتړي."
برسېره پردې، دا لایحه به د چین او روسیې د اټومي وسلو او فضايي څارنې په وړاندې د مقابلې لپاره فضايي وړتیاوې پیاوړې کړي، د متحدو ایالتونو د ډرون ضد دفاع او نوې ټیکنالوژۍ پراخې کړي، او د وړتیا پر بنسټ ترفیعات او نظامي اکاډمیو ته داخلې بیرته رایج کړي او د یهودیت ضد په وړاندې به مبارزه وکړي.
دې مصلحتي لایحې کې هغه احکام شامل دي چې دواړو ګوندونو ورباندې د قانون د مهمو برخو په توګه ټینګار کړی دی.
د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې د جمهوري غوښتونکو غړو لخوا وړاندې شوي لایحې د لنډیز له مخې، په دې لایحه کې د عملیاتو او ساتنې لپاره ۲۹۱ میلیارد ډالر ځانګړي شوي دي؛ د پوځي پرسونل او روغتیایي پاملرنې لپاره ۲۳۴ میلیارد ډالر؛ د تدارکاتو لپاره ۱۶۲ میلیارد ډالر؛ او د څیړنې او پراختیا لپاره ۱۴۶ میلیارد ډالر؛ او همدارنګه د پوځي ودانیو او اټومي پروګرامونو لپاره ۵۴ میلیارد ډالر تصویب شوي دي.
برسېره پردې، دا لایحه د دفاع وزارت کې د (تنوع، مساوات، او شمولیت) او د اقلیم بدلون پورې اړوندو پروګرامونو له منځه وړلو په شمول د ټرمپ د ادارې لخوا ۳۰ مهم تقنیني سندونه تصویبوي.
له بلې خوا، دیموکرات غړي وايي چې دوی خوشاله دي چې د هغه قانون ملا وتړي چې د دفاع پیاوړتیا سربیره، په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پانګونې او د متحدینو ملاتړ هم چمتو کوي.