د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو جرګې د ۹۰۰ میلیارد ډالرو دفاعي بودیجې لایحه تصویب کړه


د امریکا د استازو جرګې د ۲۰۲۶ کال د پوځي بودیجې لپاره د ۹۰۱ میلیارد ډالرو لایحه چې تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی، تصویب کړه، چې پکې په پوځي معاشونو کې نږدې ۴سلنه زیاتوالی، د نویو ټیکنالوژیو پراختیا ته وده ورکول، او د جنګ وزارت د وسلو پیرودلو پروسې ساده کول شامل دي.

د ملي دفاع د واک جامع قانون د استازو جرګې د ۳۱۲ موافقو او ۱۱۲ مخالفو رایو سره تصویب کړ او اوس د امریکا سنا ته ځي، چې تمه کیږي راتلونکې اونۍ به تصویب شي.

د قانون په تعدیل شوې نسخه کې د چین او روسیې د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره د فضايي وړتیاو پیاوړتیا او د ډرونونو او نورو عصري ټیکنالوژیو په وړاندې د متحدو ایالتونو دفاع هم شامله ده.

دا نسخه د راتلونکي کال لپاره د ملي امنیت د لګښتونو په اړه د استازو جرګې او سنا د پخوانیو تصویب شویو لایحو یوځای کول دي او د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا غوښتل شوي مقدار څخه اته میلیارد ډالر ډیر تخصیص کوي.

د ولسي جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې د جمهوري غوښتونکو غړو لخوا د خپاره شوي قانون د لنډیز له مخې، دا لایحه د عملیاتو او ساتنې لپاره ۲۹۱ میلیارد ډالر، د پوځي پرسونل او طبي خدماتو لپاره ۲۳۴ میلیارد ډالر، د تدارکاتو لپاره ۱۶۲ میلیارد ډالر، او د څیړنې او پراختیا لپاره ۱۴۶ میلیارد ډالر ځانګړي کوي، سربیره پردې د پوځي ودانیو او اټومي پروګرامونو لپاره ۵۴ میلیارد ډالر نور تصویبوي.

د استازو جرګې مشر مایک جانسن په ټولنیزو رسنیو کې د دې لایحې د تصویب اعلان پرمهال ولیکل، "سوله د ځواک له لارې ده."

د جانسن په وینا، دا قانون د ټرمپ ادارې لخوا غوښتل شوي ۳۰ کلیدي وړاندیزونه هم رسمي کوي، چې د جنګ له وزارت څخه د تنوع، مساوات او شمولیت پورې اړوندو قانوني احکامو د لرې کولو په شمول د ملي توغندیو دفاعي پالیسۍ بیاکتنه، چې د "امریکا لپاره د طلایي ګنبد" نوښت سره سمون ولري (د اسراییل د اوسپنې ګنبد سیسټم څخه الهام اخیستل شوی)، او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په وړاندې په مبارزه کې ښکیلو شریکانو سره د مرستې لپاره واک پراخول دي.

دیموکراتانو هم خوښي څرګنده کړه چې د داسې قانون تصویبوي چې "زموږ د پوځ ملا تړي او زموږ ملي دفاع پیاوړې کوي."

د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې لوړ پوړی ډیموکراټ، ادم سمیت، د لایحې هغه احکام روښانه کړل چې په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پانګونه او د متحدینو ملاتړ پکې شامل دي.

هغه وويل: "په دې قانون کې د پوځي پرسونل لپاره د معاشونو ۳.۸ سلنه زیاتوالی، د ماشومانو پاملرنې او د پوځيانو لپاره استوګنځایونو د ښه کولو لپاره دوامداره هڅې، او د ملکي کارمندانو لپاره د خپلسري ځواک کمولو څخه ساتنه شامله ده."

برسېره پر دې، په لایحه کې د "طلایی ګنبد" توغندیو دفاعي سیسټم کې پانګونه شامله ده، چې د متحدو ایالتونو اټومي مخنیوی پیاوړی کوي، او همدارنګه د نوي اټومي انرژۍ ټیکنالوژیو ملاتړ کوي او د هند-ارام سمندر سیمه کې د متحدو ایالتونو دفاعي نوښتونه پراخوي چې"د تایوان دفاع پیاوړې کړي او د سیمه ایزو متحدینو ملاتړ وکړي."

دا قانون د وړتیا پر بنسټ ترفیعات او پوځي اکاډمیو ته شاملیدل بیرته ستندوي، د یهودیت ضد چلند په وړاندې مبارزه کوي، او اوکراین ته د ۴۰۰ ملیون ډالرو پوځي مرستې په تخصیص ټینګار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG