د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر، جیم ریش، د طالبانو د محاکمو د جزایي اصولنامې په اړه نیوکه کړې او ویلي دي چې دې ډلې "په افغانستان کې د غلامۍ د دورې بېرته راګرځول" تصویب کړې ده.
سناتور ریش د سهشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۷) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې متحده ایالتونه باید طالبان له مالي سرچینو څخه بې برخې کړي.
جیم ریش د طالبانو د محاکمو جزایي اصولنامې ته په اشارې ليکلي دي: "دا نه یوازې د متحده ایالتونو د ګټو خلاف او د هغو ټولو سرتېرو سپکاوی دی چې هلته [افغانستان] کې یې خدمت کړی، بلکې د طالبانو د لا شاتګ دوام په ډاګه کوي."
د طالبانو د محاکمو جزایي اصولنامه چې په دې وروستیو کې په لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې خپره شوې او د دې ډلې مشر، هبت الله اخوندزاده، لاسلیک کړې، په څو مادو کې د "غلام" کلمه کارول شوې ده.
د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو په اساس، د غلامۍ هره بڼه په بشپړه توګه منع ده.
د طالبانو له لوري د جزایي اصولنامې خپرېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. د طالبانو عدلیې وزارت د دې غبرګونو په ځواب کې اعلان وکړ چې د دوی ټول قوانین د "اسلامي شریعت" پر بنسټ جوړ شوي دي او د دې وزارت د ادعا له مخې، له دې قوانینو سره هر ډول مخالفت "جرم" ګڼل کیږي.
طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون په ګډون، یو لړ سختګیرانه قوانین نافذ کړي چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون له نافذېدو وروسته، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا قانون د ټولو افغانانو بشري حقونه کمزوري کوي.