متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ (فبروري څلورمه) د حیاتي منرالونو ۱۱ نوي دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل او د تدارکاتي کړیو (لارو) په اړه یې په یو هېواد باندې د تمرکز له کبله د متوجه خطرونو په هکله خبرداری ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ارجنټاین، اکوادور، ګیني، مراکش، پاراګوای، پیرو، فیلیپین، متحده عربي اماراتو، اوزبیکستان او د کوک ټاپوګانو په ګډون یې له یو شمېر هېوادونو سره د تفهاهم په چوکاټ موافقه کړې ده.
دا تړون د هغو لسو تړونونو په څېر دی چې متحدو ایالتونونو په تېرو پنځو میاشتو کې کړي او له ۱۷ هېوادونو سره یې د موافقو په اړه مذاکرات بشپړ کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یو معلوماتي بیان کې ویلي: «دا چوکاټونه د قیمتونو د ننګونو، پرمختګ د هڅولو، عادلانه بازار د ایجادولو، د اولویت لرونکو تدارکاتي کړیو کې د فاصلو د لنډولو او مالي تامین د برابرولو په برخو کې د هېوادونو لپاره اساس جوړوي.»
متحده ایالتونه تېره ورځ د حیاتي منرالونو په اړه د اروپايي کمېسیون په ګډون د ۵۴ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او استازو د غونډې کوربه و.
متحده ایالتونه د حیاتي منرالونو تدارکاتي کړۍ د ملي امنیت، تکنالوژۍ او اقتصادي ودې لپاره ارزښتناکه بولي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ وویل چې اوس د تدارکاتي کړۍ «د یو هېواد په لاسونو کې متمرکزه» ده او څرګنده یې کړه چې دا «یوه نړیواله ننګونه ده او نړیوال ځواب غواړي».
امریکایي مقاماتو مخکې ویلي وو چې چین په تدارکاتي کړیو «کلکې ټېنګې» دي، چارواکو د امریکا شریکان هڅولي، چې خپلې تدارکاتې کړۍ متنوع او په چین باندې تکیه کمه کړي.
د چهارشنبې په غونډې کې مارکو روبیو د «سرچېنو د جیو ستراتېژیک تعامل د فورم» (FORGE) د جوړولو اعلان وکړ، د بهرنیو چارو وزارت وايي دا به د حیاتي منرالونو په نړیوال مارکیټ کې موجوده ستونزې حلې کړي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د استازو خونې په «حیاتي منرالونو د تسلط قانون» لایحه تصویب کړه، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ته لارښوونه کوي د تدارکاتي کړیو کمزوري او اسیب پذیر ټکي په ګوته کړي.
د استازو په خونې کې د چین د چارو د ارزونې د کمېټې مشر جان مولینار په یوې اعلامیې کې وویل چې دا لایحه به په حیاتي منرالونو باندې د چین تسلط ختم کړي او د نویو تدارکاتي لارو په موندلو کې مرسته وکړي.