امریکا پر سویلي افریقا نیوکه کوي چې ایراني جنګي بېړیو ته یې اجازه ورکړې چې ددوی په سمندري ساحه کې پوځي ازموینې ترسره کړي. دا پداسې حال کې ده چې تهران په ظالمانه بڼه د مظاهرهکونکو ځپلو ته دوام ورکوي.
متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ پر سویلي افریقا نیوکه وکړه چې ایراني جنګي بېړیو ته یې اجازه ورکړې چې د دې هېواد د سمندري سیمې په اوبو کې پوځي ازموینو کې برخه واخلي.
دا پداسې حال کې ده چې د تهران د حکومت د سختو او ځپونکو تدابیرو له امله د وژل شویو شمېر مخ په زیاتېدو دی. په ایران کې د حکومت پر ضد مظاهرې شلمې ورځې ته غځیدلې دي.
په سویلي افریقا کې د امریکا سفارت په یوه لنډ بیان کې وویل چې د سویلي افریقا د دفاع وزیرې، انجي موڅېکګا، په پوځي ازموینو کې د ایران د ګډون په تړاو د حکومت له امر څخه سرغړونه کړې ده.
د امریکا سفارت په بیان کې راغلي: «ایران د سیمې بېثباته کوونکی او د ترهګرۍ ملاتړی دولت دی او په هر ډول ظرفیت کې چې وي، په ګډو ازموینو کې یې ګډون سمندري امنیت او سیمهییز ثبات کمزوری کوي.»
ایرانیان د اقتصادي ستونزو، په ځانګړي ډول، د بېساري انفلاسیون له امله د ۲۰ ورځو راهیسې د اسلامپال رژیم پر ضد لاریونونو ته دوام ورکوي.
هماغسې چې د نړیوالو بشري حقونو ډلو او د ښار خبریالانو شوې پېښې مستندې کړي دي، د ایران رژیم دغو اعتراضونو ته د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو لهخوا په ډلهییزو وژنو او نیونو ځواب ورکړی دی.
امریکا وویل چې سویلي افریقا «دا پریکړه ټاکلې چې د داسې رژیم تر څنګ ودرېږي چې خپل خلک په بېرحمۍ سره ځپي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.»
د امریکا سفارت په خپل بیان کې وویل: «دا په ځانګړي ډول د نه منلو وړ ده چې سویلي افریقا د ایران د امنیتي ځواکونو هرکلی کړی، په داسې حال کې چې هغوی پر هغو ایراني وګړو ډزې کولې، بندیانول یې او شکنجه کول یې چې په سولهییزو سیاسي فعالیتونو کې ښکېل وو. دا هغه حقونه دي چې سویلي افریقایانو یې د ترلاسه کولو لپاره سختې مبارزې کړې دي. سویلي افریقا نشي کولای په داسې حال کې چې له ایران سره نږدې اړیکې ټینګوي، نړۍ ته د (عدالت) درس ورکړي.»
د سویلي افریقا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سویلي افریقا د دفاع وزیرې، انجي موڅېکګا د دې موضوع د څېړلو لپاره د پلټنې یو پلاوی ټاکلی، څو معلومه کړي چې ایا د سویلي افریقا د ولسمشر سیریل رامافوسا لارښوونې لکه څنګه چې ټولو ته صادرې شوې وې «ناسمې وړاندې شوې او یا هم له پامه غورځول شوې دي او که نه.»
دغه سمندري تمرینات چې (د سولې لپاره اراده – ۲۰۲۶) نومېږي، د جنورۍ په ۹مه پیل شول او پکې د روسیې، چین او د برېکس د نورو غړو هېوادونو سمندري ځواکونه هم ګډون لري.