امریکا په ختیځ ارام سمندر کې د مخدراتو انتقالوونکې کښتۍ وېشتلې او پنځه تنه وژل شوي

متحده ایالتونه په ارام سمندر او کارابین سمندر کې هغه کښتۍ په نښه کوي چې د نشه يي توکو قاچاق کوي

د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې په ختیځ ارام سمندر [اقیانوس] کې یې په دوو هغو کښتیو برید کړی چې شک کېږي نشه يي توکي یې قاچاق او انتقالول، په دغه برید کې په کښتۍ کې سپاره پنځه تنه وژل شوي دي.

د متحدو ایالتونو د جنوبي قوماندې برخې تېره ورځ (پنجشنبه ډسمبر ۱۸) د خپل ایکس په حساب کې ولیکل: «د دغو اقداماتو په مهال د نشه يي توکو ټول پنځه تنه ترهګر ووژل شول- درې په لومړۍ کښتۍ کې او دوه نور په دویمې کښتۍ کې. د متحدو ایالتونو هېڅ پوځي ځواک ته زیان نه دی رسېدلی.»

برید د امریکا د پوځ د جنوبي څانګې ګډ ځواک کړی، وايي دا دوې کښتۍ تېره ورځ په ختیځ ارام سمندر کې د نشه یي توکو په یو عمده دهلیز [لار] کې روانې وې، چې پرې برید وشو.

د جنوبي قوماندې څانګې په خپل ایکس کې د دغه برید یوه ویدیو هم خپره کړې، چې ښکاري له برید وروسته کښتۍ په لمبو کې سوځي.

د ایکس په دغه پوست کې لیکل شوي: «د جنوبي څانګې ګډ ځواک د ډسمبر په ۱۸مه د پیټ هیګسیټ [جګړې وزیر] په لارښوونې په نړیوالو اوبو کې په دوو کښتیو باندې، چې د ترهګرو پېژندل شویو سازمانونو اداره کولې، وژونکي بریدونه وکړل. اطلاعات دا تائیدوي چې کښتۍ په ختیځ ارام سمندر کې د مخدره موادو په مشخصو لارو روانې وې او د نشه يي توکو د قاچاقو په عملیاتو کې یې برخه لرله.»

د جنوبي برخې ګډ ځواک د سمندري ځواکونو، ساحلي ګارد، اطلاعاتو او په سمندر کې په حساسو اهدافو باندې د بریدونو لپاره جوړ شوی دی.

متحده ایالتونه په ختیځ ارام سمندر او د کارابین سمندر کې په هغو کښتیو بریدونو کړي، چې د نشه يي توکو د قاچاقو او انتقال شک پرې کېږي، د بریدونو هدف د نشه يي توکو د ترهګرو شبکو ختمول دي. د متحدو ایالتونو ځواکونه د وینزویلا د Tren de Aragua او د کولمبیا Ejército de Liberación Nacional ډلې په نښه کړې دي.

متحدو ایالتونو د سپتمبر له میاشتې راهېسې د مخدره توکو په قاچاق وړونکو شکمنو کښتیو باندې له ۲۰ څخه ډیر بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا په کارابین او ختیځ آرام سمندر کې قانوني نظامي اهداف دي. په دغو بریدونو کې څه باندې ۹۰ کسان یې وژلي دي.

متحده ایالتونه د اګست میاشتې راهیسې په کارابین کې خپل پوځي حضور زیات کړی، هلته یې د «جنوبي نیزې د عملیاتو»د یوې برخې په توګه زرګونه سرتیري او څه باندې ۱۲ جنګي کښتۍ ځای پر ځای کړي دي، چې «د مخدره توکو ترهګر» په نښه کړي.