د امریکا د جنوبي قوماندې چارواکي وايي چې په نړیوالو اوبو کې یې په دریو کښتیو چې د مخدره توکو د قاچاق شک پرې کېدو، هوايي بریدونه کړي او اته کسان یې وژلي دي.
پوځ د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۵مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې "استخباراتو تایید کړه چې کښتۍ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په پیژندل شویو لارو کې تیریدلې او د مخدره توکو په قاچاق کې ښکیلې وې."
دا د امریکا د هغو بریدونو د روانې لړۍ وروستی برید دی چې په داسې کښتیو باندې کیږي.
د سپتمبر راهیسې، متحدو ایالتونو د مخدره توکو په قاچاق وړونکو شکمنو کښتیو باندې له ۲۰ څخه ډیر بریدونه کړي دي چې د دوی په وینا په کارابین او ختیځ آرام سمندر کې قانوني نظامي اهداف دي، چې څه باندې ۹۰ کسان یې وژلي دي.
په کارابین کې د امریکا د پوځي عملیاتو په اړه په واشنګټن کې بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي دي.
ځینو امریکایي قانون جوړونکو د دغو بریدونو دفاع کړې ده، او متحدو ایالتونو ته یې د وژونکو مخدره توکو د بهیر یادونه کړې ده، پداسې حال کې چې نورو خبرداری ورکړی چې دا اقدامات کولی شي امریکا بلې جګړې ته ورټېل وهي.
د مخدره توکو د قاچاق وړونکو کښتیو پر وړاندې کمپاین د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د حکومت د کمزوري کولو لپاره جوړ شوی، چې متحده ایالتونه یې د مخدره توکو د قاچاق د کارټل په مشرۍ تورنوي، هغه تور چې هغه یې ردوي.
د امریکا پوځ په کارابین کې اضافي وسلې او واحدونه هم ځای پر ځای کوي چې په مادورو باندې فشار زیات کړي، چې امریکا وايي د مخدره توکو د ترهګرۍ سازمان مشري کوي.
تېره اونۍ، د ټرمپ ادارې د وینزویلا یوه کښتۍ ونیوله چې پکې د وینزویلا خام تیل بار و، دا په ځانګړي ډول د مادورو رژیم لپاره سخت ګوزار دی، چې د تیلو په عایداتو تکیه کوي. د وینزویلا حکومت د دې تېل وړونکې کښتۍ نیول غندلي دي.
فورم \ دبحث خونه