د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اړندو ژمنو کې په پرله پسې توګه پاتې راغلي دي.
د وزارت یوه ویاند د امریکا غږ د هغې پوښتنې په اړه تبصره کړې چې له مخې یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر د القاعدې د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
د وزارت ویاند لیکلي: " طالبان په پرله پسې توګه د ترهګرۍ ضد ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلي چې له امله یې تاوتریخوالي سیمه بې ثباته کړې ده."
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: " سخت دریځې اسلامي ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د خپلو وحشتناکو بریدونو لپاره د خوندي پناه ځای او سنګر په توګه کار اخلي."
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعده ډلو له خوا د رامنځته شوي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه د منځنۍ اسیا لپاره یو ګواښ دی او دا ډله هڅه کوي چې افغانستان د "یو خلافت" د جوړولو او پراخولو لپاره د یوې اډې په توګه وکاروي.
له دې وړاندې، روسي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش په ګډون له شلو څخه ډېرې ترهګرې ډلې چې شاوخوا ۲۳۰۰۰ جنګیالي لري، شتون او فعالې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د دې ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په خبرو کې افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د هېوادونو اندېښنې "بې بنسټه" بللې او ویلي یې دي چې دوي د داعش ډله ځپلې ده. مجاهد ادعا کړې چې د افغانستان خاورې څخه ګاونډیو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نشته.
روسیې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د کابل سره يي پوځي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د دې سازمان د ترهګرۍ ضد ادارې مشر، الکساندر زوېف ویلي چې په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو د کمېدو سره سره، دې ډلې له طالب چارواکو سره خپلې پېچلې اړیکې ساتلې دي.