امریکا د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره مرستې زیاتوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د امریکا مرستې له ۱۶۲ میلیونه ډالرو څخه اوښتې دي، او لا هم زیاتېږي، څو د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره په افریقا کې د مرستندویه ادارو روان اقدامات پراخ کړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، "د امریکا مالي ملاتړ هغه مهم فعالیتونه تمویلوي چې د ناروغۍ د سرچینې په ځای کې د خپرېدو مخه ونیول شي او ډاډ ترلاسه شي چې ایبولا متحدو ایالتونو ته ونه رسېږي. "

امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان غړې نه ده، او تر اوسه په امریکا کې د ایبولا کومه تایید شوې پېښه نه ده ثبت شوې. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) ویلي، یو امریکایی وګړی چې په کانګو کې د ناروغانو د پالنې پر مهال ښایي ناروغه شوی وي، دا مهال په جرمني کې په ښه روغتیايي وضعیت کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي، د ایبولا د بنډي‌بوګیو په نادر ویروس اخته شوي پنځه کسان، چې روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي، له ناروغۍ روغ شوي دي. دغې ناروغۍ تر اوسه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې له ۴۰ څخه د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ټیدروس ادهانوم غبریوسس د یکشنبې په ورځ د کانګو د ایتوري ولایت مرکز او د ناروغۍ د خپرېدو اصلي سیمه، بونیا ښار ته د سفر پر مهال وویل، "څلور کسان به له روغتون څخه رخصت شي، او یو بل ناروغ دوه ورځې مخکې رخصت شوی و. "

د دغه سازمان په وینا، له دغو پنځو روغ شویو کسانو څخه څلور تنه نرسان وو چې په کانګو کې د ناروغانو د پالنې پر مهال په دې ناروغۍ اخته شوي و. پنځم روغ شوی کس د لابراتوار کارکوونکی دی.

تېدروس د بونیا په ښار کې د ایبولا د درملنې د نوي مرکز د پرانیستې پر مهال د دغو څلورو نرسانو ستاینه وکړه او ویې ویل، "ستاسو زړورتیا خلکو ته هیله ورکوي، او ستاسو کیسې ښيي چې د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي. "

هغه د دوشنبې په ورځ ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي که ناروغان پر وخت روغتیايي خدمات ترلاسه کړي او د نښو له څرګندېدو سره سم درملنې ته مراجعه وکړي، نو د ایبولا ناروغان ان له واکسین او ځانګړو درملو پرته هم ژوندي پاتې کېدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د مې تر ۳۱مې پورې په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا ۲۹۱ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې لدې ډلې ۴۳ کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مې په ۱۷مه نېټه په کانګو کې د ایبولا ناروغي د عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی و.