ټرمپ: اوکراین ته به د پاتریوټ توغندیو د تولید اجازه ورکړو

د امریکا او اوکراین مشرانو د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د دفاعي همکاریو، د جګړې د پای ته رسولو او د اوکراین د امنیتي اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي. واشنګټن وايي، غواړي د اوکراین د هوايي دفاع وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات به اوکراین ته د پاتریوټ هوايي دفاعي توغندیو د تولید اجازه ورکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د ترکیې په انقره کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه وویل: "موږ به هغوی ته د پاتریوټ د تولید حق ورکړو او وبه ښیو چې دا کار څنګه ترسره کړي. په دې توګه به بیا څوک ونه وایي چې موږ هغوی ته کافي توغندي نه ورکوو."

زیلینسکي له اوږدې مودې راهیسې له امریکا څخه د پاتریوټ دفاعي توغندیو د ترلاسه کولو او همدارنګه په اوکراین کې د دغو توغندیو د تولید د جواز غوښتنه کوله.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا به سمدستي یو شمېر پاتریوټ دفاعي سیستمونه اوکراین ته وسپاري او هیله یې څرګنده کړه چې کیف به ډېر ژر د دغو سیستمونو تولید هم پیل کړي.

ټرمپ وویل، هم روسیه او هم اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ ډېرې جګړې پای ته رسولې دي. ما فکر کاوه چې دا به تر ټولو اسانه جګړه وي، خو ولادیمیر پوتین یو سخت شخصیت دی، او زیلینسکي هم سخت شخصیت لري."

ټرمپ د اوکراین د ولسمشر ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې زیلینسکي د جګړې پر مهال "په زړه پورې او اغېزناک" کار کړی او دواړو هېوادونو ښې اړیکې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن د اوکراین لپاره پر یوه امنیتي تضمین کار کوي، چې ښايي د اوکراین د هوايي حریم ساتنه هم پکې شامله وي.

ټرمپ همدارنګه وویل چې امریکا ښايي د اوکراین له خوا جوړې شوې بې‌پیلوټه الوتکې هم وپېري او د اوکراین د تولید وړتیا یې "حیرانوونکې" وبلله.

هغه اعلان وکړ چې په راتلونکي کې به اوکراین ته هم سفر وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر روسیې به فشار زیات کړي، ټرمپ وویل چې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره "زیات فشار" موجود دی.

په ورته وخت کې، ولسمشر زیلینسکي وویل چې غواړي له ټرمپ سره د هوايي دفاع، سولې او نورو مهمو امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: "زه ډاډه یم چې تاسو به د دې جګړې د درولو لپاره هر ممکن ګام پورته کړئ."

زیلینسکي دا هم وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې شرایط روښانه نه دي، ځکه د هغه په وینا، دا شرایط تل بدلېږي او پوتین د جګړې په ډګر کې خپل ابتکار له لاسه ورکوي.

بل لوري ته، اوکرایني چارواکو ویلي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.