امریکایي چارواکي: د پوځ ملکي چارواکی د اوکراین او روسیې د سولې د خبرو اترو لپاره کیف ته تللی

ډان ډریسکل، د امریکا د پوځ ملکي منشي

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا د پوځ ملکي منشي اوکراین تللی چې د روسیې پر وړاندې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د وال سټریټ ژورنال او اې بي سي نیوز د راپورونو له مخې، چې د امریکایي چارواکو په حواله یې لیکلي، د پوځ منشي ډان ډریسکل به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په کیف کې د اوکرایني مشرانو سره د "حقیقت موندنې" په خبرو اترو د ګډو ځواکونو سره برخه واخلي.

د ډریسکل سره به د لوی درستیزانو د مشر جنرال رینډي جورج هم مل وي.

د امریکا د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د ډریسکل په اجنډا کې د اوکراین په جګړه کې د اوربند لپاره د امریکا په مشرۍ هڅو کې د میاشتو راهیسې د ځنډ د حل لارې موندل شامل دي.

دواړو خواو د جولای راهیسې په استانبول کې مخامخ خبرې نه دي کړې.

د جنګ وزارت سمدستي کیف ته د ډریسکول د سفر په اړه د تبصرې لپاره د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې اوکراین ته د ډریسکل د سولې ماموریت د پوځ د ملکي مشر لپاره یو غیر معمولي دنده ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټیف ویټکاف هم د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ځانګړي استازي په توګه لیږلی دی. ویټکاف تیره میاشت د اسراییل او حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ د دوه کلنې جګړې په مهال د اوربند په خبرو اترو کې مرسته وکړه.

د چارواکو په وینا ډریسکول به د روسیې د بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د جګړې په ډګر کې د کیف لخوا رامینځته شوي د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې د اوکراین سره د امریکا د همکارۍ په اړه هم بحث وکړي.

روسیې په وروستیو اونیو کې پر اوکراین د ډرون او توغندیو بریدونه زیات کړي دي.

اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ترنوپیل ښار کې په یو اپارتمانونو او ودانیو باندې د شپې په برید کې لږترلږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.