په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره د امریکا د دوو لوړ پوړو منځګړو د غونډې د پای ته رسیدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، امریکا د اوکراین پر وړاندې د روسیې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون په منځګړیتوب کې "یو څه پرمختګ" کړی دی.
روبیو د سې شنبې په ورځ د امریکا د فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: "زه فکر کوم چې موږ یو څه پرمختګ کړی دی. موږ یوې موافقې ته نږدې یو، خو لا تر اوسه پورې ورته نه یو رسیدلي. موږ لا تر اوسه ورته په کافي اندازه نږدې نه یو. خو دا بدلېدی شي."
روبیو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جیریډ کوشنر د روسیې په پلازمینه مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره څو ساعته غونډه پای ته ورسوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۳ مه خبریالانو ته وویل چې پوتین د امریکا د سولې د پلان مسوده رد کړې نه ده، چې د واشنګټن په وینا د شخړې له دواړو خواوو سره له سلا مشورو وروسته چمتو شوې ده. هغه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: "څومره چې دا خبرې اترې ارامې وي، هومره به ګټورې وي."
د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف په جلا څرګندونو کې خبریالانو ته وویل: "موږ لا تر اوسه کومې موافقې ته نه یو رسیدلي."
اوشاکوف وویل: "د امریکایانو ځینې نظرونه لږ یا ډېر د منلو وړ ښکاري، خو بحث ته اړتیا لري. ځینې وړاندیز شوي عبارتونه زموږ دپاره مناسب نه دي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې د هغه مشر مرکچي رستم عمروف او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اندري خینتوف به ډیر ژر متحدو ایالتونو ته د سفر او د ولسمشر ټرمپ د منځګړو سره د لیدو لپاره چمتووالی ونیسي.
زیلینسکي زیاته کړه "اوکراین به د تل په شان د واقعي سولې د تامین لپاره رغنده کار وکړي. "