متحدو ایالتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یا یوناما له غځیدو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ته پام واړوي کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د نیویارک په ښار کې جوړه شوې وه، د امریکا د ځانګړو سیاسي چارو استازې سفیرې جنیفر لوسیټا د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د شورا پرېکړه وستایله او ویې ویل چې دغه ماموریت له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل مهمه برخه ده.
لوسیټا د یوناما د کارکوونکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوی خپلې دندې په سختو او ډېری وختونو کې په خطرناکو شرایطو کې په ژمنتیا ترسره کوي. هغې زیاته کړه چې د یوناما راپورونه لا هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پرېکړو لپاره مهم معلومات برابروي، په داسې حال کې چې دغه هېواد لا هم له جدي بشري او سیاسي ستونزو سره مخ دی.
د امریکا د استازې په وینا، د یوناما هڅې چې د بشري ناورین د حل او د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ترسره کېږي، کولی شي په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره مرسته وکړي. هغې وویل چې همدغه لاسته راوړنې د هغو دلایلو نه شمیرل کیږي چې امریکا د یوناما د ماموریت د غځولو په ملاتړ ورباندې رایه ورکړه.
سفیرې لوسیټا همدارنګه د ملګروملتونو د یو لا اغېزمن او هدفمند ماموریت پر اړتیا ټینګار وکړ. هغې د یوناما د ستراتیژیکې ارزونې له پلان څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه بهیر به د هغو دندو په پېژندلو کې مرسته وکړي چې یا تکراري دي او یا هم عملي کېدل یې ستونزمن ګڼل کیږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ماموریت د غړو هېوادونو د پانګونې په اندازه پایلې وړاندې کوي.
هغې د یوناما د مشرتابه لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو اهمیت هم یاد کړ او له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش څخه یې وغوښتل چې د دې مقام لپاره ژر تر ژره یو وړ کس وټاکي.
په ورته وخت کې، متحده ایالاتو ټینګار وکړ چې یوازې د یوناما پیاوړتیا به د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره بسنه ونه کړي. لوسیټا یو ځل بیا د واشنګټن غوښتنه تکرار کړه چې د دوحې د سیاسي بهیر د رهبرۍ لپاره دې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي، لکه څنګه چې د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په ۲۷۲۱ پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې وه.
طالبانو ته په خطاب کې، د امریکا استازې وویل چې ریښتینی سیاسي پرمختګ به د افغانستان د اوسنیو واکمنو چارواکو عملي اقداماتو ته اړتیا ولري. هغې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي کړي، د افغانستان له خوا نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، هغه څه پای ته ورسوي چې هغې د یرغمل نیولو ډیپلوماسي وبلله، او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.
لوسیټا همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې هغه محدودیتونه لرې کړي چې د افغانانو ژوند ته زیان رسوي او د ملګرو ملتونو د فعالیتونو مخه نیسي، په ځانګړې توګه هغه پالیسۍ چې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع کوي.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره یو مهم نوی چارواکی ټاکلی دی.
برونو لیمارکي د جون په ۱۶مه نېټه په کابل کې په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي، د ملګرو ملتونو د استوګن استازي او بشري همغږي کوونکي په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له خوا ټاکل شوی او د اندریکا راتواته ځای ناستی دی.
لیمارکي به په خپل نوي ماموریت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو فعالیتونه همغږي کوي او د یوناما د پراختیايي برخې مشري به پر غاړه ولري.
نوموړی د سولې ساتنې، بشري مرستو او پراختیايي چارو په برخه کې پراخه تجربه لري.
تر دې مخکې، لیمارکي په هایټي کې هم ورته لوړپوړې دندې ترسره کړې وې، چیرې چې هغه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي او بشري همغږي کوونکي په توګه کار کړی و.
د هغه ټاکنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د روانو سیاسي بېباوریو او بشري ننګونو ترمنځ د ثبات، بشري مرستو او پراختیا د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.